ایران: موږ باید د افغانستان له سرپرست حکومت سره خپل رغنده تعامل وساتو

ایران: موږ باید د افغانستان له سرپرست حکومت سره خپل رغنده تعامل وساتو
د افغانستان د بهرنیو شتمنیو کنګلول او یو اړخیز بندیزونو اوسنی وضعیت د پام وړ کړکیچن کړی او په هیواد کې د بشری وضعیت په اغیزمنه توګه د حل لپاره یې د پام وړ بهرنی خنډونه رامنځته کړی دی.
نړیواله ټولنه باید خپل بشردوستانه مکلفیتونه پوره کړي او له افغانانو سره پیوستون او خواخوږي وښيي او هغوی ته د راتلونکي لپاره هیله او لاره ورکړي.
(2023 / 6 / 23 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر او دایمي استازی امیر سعید ارواني: موږ باید د طالبانو په انزوا کې له تېرو تجربو زده کړو، اړینه ده چې افغانستان له ورته برخلیک سره مخ نه شي.
ایران ژمن دی چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې، امنیت او ثبات په برخه کې له نورو ګاونډیانو، اړوندو ملګرو او ملګرو ملتونو سره په ګډه کار وکړي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور ښیي چې د افغانستان حکومت داخلي ثبات ساتلی او د افغانستان اقتصاد یې اداره کړی، خو بیا هم په افغانستان کې د بشري اړتیاوو کچه د پام وړ او پراخه ده.
د افغانستان د بهرنیو شتمنیو کنګلول او یو اړخیز بندیزونو اوسنی وضعیت د پام وړ کړکیچن کړی او په هیواد کې د بشری وضعیت په اغیزمنه توګه د حل لپاره یې د پام وړ بهرنی خنډونه رامنځته کړی دی.
نړیواله ټولنه باید خپل بشردوستانه مکلفیتونه پوره کړي او له افغانانو سره پیوستون او خواخوږي وښيي او هغوی ته د راتلونکي لپاره هیله او لاره ورکړي.
د کنګل شویو شتمنیو خوشې کول او د یو اړخیز بندیزونو لرې کول د افغانستان د اقتصاد د ملاتړ او بیا ژوندي کولو لپاره مهم دي.
اړوند موضوعات:
د یوه ګاونډي هېواد په توګه چې اوږده ګډه پوله لري او د میلیونونو افغانانو کوربه دی، موږ د ټولې سیمې په ځانګړې توګه زموږ د ګاونډیو هېوادونو پر امنیت او ثبات د اوسني وضعیت د احتمالي پایلو په اړه ژوره اندېښنه لرو.



