په لغمان کې د دوو کورنیو تر منځ ۴۵ کلنه دښمني پای ته ورسېده

0
195

په لغمان کې د دوو کورنیو تر منځ ۴۵ کلنه دښمني پای ته ورسېده

 

باغی ټي وي راپور

د لغمان د دولتشاه ولسوالۍ اوسېدونکى ٥٥ کلن محمدشاه وايي، له پلار څخه يې ورپاتې ٤٥ کلنه دښمني چې له امله يې د دواړو لورو اتلس تنه وژل شوي وو، له يو بل سره د خبرو له لارې پای ته ورسوله.

محمد شاه د خپل ژوند ترخه کیسه کوي، دی وايي، دیارلس کلن و، چې پلار یې له یو چا سره د ځمکې پر سر شخړه وکړه، چې وروسته د دوی ترمنځ دښمني رامنځته شوه، چې په پایله کې یې اته تنه ووژل شول.

دی وايي، دغې دښمنۍ ۴۵ کاله دوام وکړ او په ترڅ کې یې دواړه لوري وسله وال ؤ؛ د کورنۍ ټول غړو یې رواني ستونزې موندلې وې او ژوند یې په غم کې تېر کړی دی. د هغه په ​​وينا، د دې ناوړه حالت د پاى ته رسولو په موخه يې په پاى کې قومي مشرانو ته واک ورکړ، چې د خبرو او جرګو له لارې دې ٤٥ کلنې دښمنۍ ته د پاى ټکى کېږدي.
د اکثرو په اند، ډېری وخت وړې لانجې، لفظي شخړه او بې اتفاقي د سترو دښمنیو لامل کېږي او د خلکو ژوند او د ښکېلو خواوو خوښي له منځه وړي؛ خو په پای کې دواړه لوري له یو بل سره سوله کوي او یو بل ته په بښلو سره دښمنۍ ته د پای ټکی کېږدي. خو پوښتنه دا ده چې ولې خلک له پیله سوله نه کوي؟ د دې پوښتنې ځواب د محمد شاه په خبرو کې لټوو. هغه وايي، که په لومړي سر کې يې پلار او يا بل لوري پخلا شوي واى، نو د دواړو کورنيو اتلس غړي به نه ؤ وژل شوي او نه به دا بدبختي دوى ته په ميراث پاتې وه.
هغه زیاته کړه: زه دیارلس کلن وم چې پلار مې له ځان او کورنۍ سره دښمني وکړه. موږ کلونه کلونه د کور او کلي څخه لرې ژوند کاوه او د خپل سیوري څخه به ډارېدلو. “زما د کورنۍ ټول غړي له رواني ستونزو سره مخ وو، موږ سوله او سکون نه درلود.”

هغه زياته کړه، چې د ٤٥ کلنې دښمنۍ له امله يې پر دې سربېره چې د کورنۍ ۹ غړي یې وژل شوي، ماشومان يې هم د زده کړو له نعمت څخه بې برخې شوي دي.
دى وايي، يوه ورځ يې پرېکړه وکړه، چې له بل لوري سره به سوله
کوي، چې په وينا يې په دې پرېکړه کې بريالى شو او د ديني عالمانو او قومي مخورو په منځګړتوب يې دغه دښمني پاى ته ورسوله. محمد شاه زیاته کړه: ډېر کلونه مې په مهاجرت او جلاوطنۍ کې تېر کړل، یوه ورځ مې له ځانه وپوښتل چې څومره وخت به د دښمنانو په لټه کې یو، څومره وخت به یو بل ته په تمه یو، له څو دقیقو فکر کولو وروسته مې له ملک حیدرجان سره اړیکه ونیوله، او ورته ومې وویل چې نور مو دغه عذابه وژغوره.
هغه وايي، ملک حيدرجان په دې اړه خپل وړانديز له نورو قومي مخورو او ديني عالمانو سره شريک کړ، هغوى په ګډه له بل لوري سره خبرې اترې وکړې او په پاى کې دښمنۍ ته د پاى ټکى کېښودل شو. له بلې خوا د مخالفې کورنۍ مشر محمد عمر هم خوښ دی چې د دوی اوږده دښمني پای ته رسېدلې او اوس به له کومې وېرې پرته په ارامه فضا کې ژوند کوي.

هغه وويل: “د خواشينۍ ځاى دى چې زموږ ٤٥ کاله په دښمنۍ کې تېر شوي، موږ نه شو کولى چې تېر وخت بېرته را وګرځوو، زموږ ماشومان او کورنۍ مو بدبخته دي او له خلکو مو غوښتنه ده چې د دښمنۍ له تورو رنځونو ډډه وکړي.”
هغه زیاته کړه، د قوم د مشرانو په پرله پسې غوښتنه او د خدای په خاطر یې د کورنۍ د غړو قاتلینو ته بښنه وکړه او دې اوږدې دښمنۍ ته یې د پای ټکی کېښود. هغه زیاته کړه: په ځمکه کې د خدای تر ټولو لوی عذاب دښمني ده. په دښمنۍ کې مو ډېر تاوان ولید؛ زموږ کور وران شو، د کورنۍ غړي مو له لاسه ورکړل، اوس چې زموږ تر منځ سوله ده، موږ بیا په ارامه فضا کې خپل ژوند پیل کړ. هغه نورو خلکو ته هم مشوره ورکوي چې له دښمنۍ ډډه وکړي.
ځکه د ده په وینا د دښمن د ژوند هره شېبه په اندېښنو کې تېرېږي. د دې شخړې يوه منځګړي ملک حيدرجان وويل: “٤٥ کاله وړاندې د اوړي موسم و، چې ظريف شاه او صالحخان د لغمان ولايت د دولت شاه ولسوالۍ د قاسم درهتک په سيمه کې د ځمکې پر سر شخړه وکړه. چې پایله یې ۴۵ کاله وحشت کې تېر کړل دواړو لورو ته اتلس تنه وژل شوي دي.»
هغه زياته کړه، د همدې دښمنۍ په پايله کې لومړى صلاحخان وژل شوى او بيا يې وروڼو له بل لوري هو ۹ کسان وژلي دي. د هغه په ​​وينا، هغه مهال د قومي مشرانو او ديني عالمانو په منځګړيتوب پرېکړه شوې وه، چې له دې وروسته به دواړه لوري پر يو بل بريدونه نه کوي، خو ١٧ کاله وروسته د ظريف شاه د کورنۍ له خوا د سلکان کورنۍ ۶ ځوانان ووژل شول.
او د دوی تر منځ دښمني لا پسې سخته شوه. ملک حیدر زیاته کړه، دوی د دواړو کورنیو په رضایت او د دیني عالمانو په مشوره دغه ۴۵ کلنه دښمني پای ته ورسوله او اوس به دواړه لوري په ارامه فضا کې ژوند وکړي.
مولوي عبدالرشید دیني عالم چې د دغو دوو کورنیو تر منځ یې د منځګړي رول لوبولی، وايي: ” جرګې پرېکړه وکړه چې د محمد رسول زوی محمد شاه دې محمد عمر ته ۲۵۰ زره افغانۍ د جبران په توګه ورکړي؛ له دې وروسته به دواړه کورنۍ په خپل کلي کې د وروڼو په څېر ژوند کوي او د پرېکړې د سرغړونې په صورت کې به سرغړونکی له کلي وشړل شي او ټول ملکیت به یې بل لوري ته ورکړل شي.

د دولتشاه ولسوال قاري عبدالقهار متوکل، چې د دغو دوو کورنيو يو له بل اصلاح غوښتونکو څخه دى، وايي، چې ښکېلو کورنيو له ده او د قوم له مشرانو وغوښتل، چې د دوى ترمنځ سوله وکړي. هغه وويل، جرګې له دواړو غاړو څخه تضمين ترلاسه کړى، چې يو بل ته به زيان نه رسوي او يو بل ته به درناوى کوي. د لغمان مدني فعالان او عام خلک وايي، وړې دښمنۍ باید په لومړي سر کې حل شي. ځکه چې د هغې په دوام سره به د ټولنې نظم له منځه لاړ شي او لوی اختلافات به را منځته شي.
د مهترلام ښار اوسېدونکى حاجي لعل محمد وايي، چې هره ستونزه بالاخره د خبرو له لارې حل کېږي، خلک بايد په وړو وړو شخړو او لانجو کې ډېر محتاط واوسي او ستونزې د خبرو له لارې حل کړي. هغه زياته کړه، دولتي چارواکي او د کليو مشران بايد د خلکو تر منځ د شته دښمنيو او اختلافاتو د هواري لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي. ځکه په دې کار سره په ټولنه کې نظم راځي. د دولت شاه ولسوالۍ د ولسوال د معلوماتو له مخې، د اسلامي امارت په واک کې له راتلو سره په دې ولسوالۍ کې د دښمن ۴۱ قضیې پای ته رسیدلي دي.

Leave a reply