په افغانستان کښې د خانه جنګۍ څنګه مخه نیول کیدۍ شي؟
باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان په رسنیو کښې داسې رپورټونه چاپ شوي چې د افغانستان د کندوز ولایت د جمعې ورځې د برید ځنې ټپیان ایران ته علاج لپاره لیږل کیږي یا لیږلې شوي دي، د یو مسلمان ګاونډي هیواد په شان دا یو ښه ګام دې چې مسلمان هیوادونو یو بل سره په داسې سخت وخت کښې کومک وکړي.
که د طالبان او د ایران هیواد په نظام او نور مسلکي اختلافاتو نظر واچول شي نو دا یو حقیقت دې چې د امارت اسلامی افغانسان او د ایران هیواد به څه مذهبي او مسلکی اختلافات وي خو نن سبا په افغانستان کښې او په دې منطقه راپیښ سیاسي او امنیتي بدلون له وجهې د ایران او د افغانستان اسلامی امارت باید چې ښې اړیکې ولري او یو بل سره د مسلمانۍ او دیو دین په رسۍ تړلي ګاونډي هیوادونه په وجه نور هم یو بل ته رانزدې شي، مذهبي او مسلکي اختلافات شاته اوغورزوي چې اړیکې ی نورې هم پخې شي.
افغانستان نه په ۳۱ اګست کال ۲۰۲۱ امریکایی او نیټو ځواکونو واپس وتلی دي ، په افغانستان کښې د امارت اسلامی افغانستان نوی عبوري حکومت اعلان کړې او کارونه ی هم پیل کړي دي.
په داسې وخت کښې د افغانستان ګاونډی هیوادونه ایران، چین ، او د منځني ایشیا د افغانستان ګاونډی هیوادونو له په کار دي چې مخکښې راشي ، افغانستان سره اړیکې ټینګي کړي، افغانستان سره په اړیکو کښې شي چې په دې هیواد کښې امنیت ټینګ شي ، په افغانستان کښې امینت ددې منطقې ټولو هیوادنو لپاره ډیر زیات اړین دې، د چین هیواد په دې منطقه نظر دې، د سي پیک په ذریعه ی خپل هیواد صادرات د پاکستان او افغانستان په لار منځنې ایشیا ته رسول غواړي.
د پاکستان ،افغانستان ،ایران او د منځنې ایشیا ملکونو ګټه په دې کښې دې چې په افغانستان کښې امنیت ټینګ شي ، په افغانستان کښې چې امنیت ټینګ شي نو دې سره به د ټولې منطقې او دګاونډي هیوادونو تقدیر بدل شي، دلته په ترقي او حوشحالي راشي او د خلقو ژوند به ښه شي.
د افغانستان په اړه که د پاکستان کردار ته وکتل شی نو دا یو لوی حقیقت دې چې پاکستان امارت اسلامی افغانستان مشران د امریکا او پخواني افغان حکومت سره په دوحه قطر کښې په یو میز کيښنول او په آخر کښې د امارت اسلامي افغانستان او د طالبانو ترمینځ د امن معاهده وشوه او نن د افغانستان نه ټول بهرني ځواکونو واپس تللي دي.