الخدمت فاونډیشن مشرانو په کابل کښې د پاکستان سفیر سره لیدلي

0
98

باغي ټي وي رپورټ
د الخدمت فاونډیشن مشرانو نن د افغانستان په پایه تخت کابل کښې د پاکستان سفیر منصور احمد سره ملاقات کړي دې، په افغانستان کښې د یو بل انساني بحران نه د بچ کیدلو لپاره په دې هیواد کښې په بشري مرستو او چارو پیل کولو په اړه خبرې اترې کړي دي.

منصور احمد په خپل ټویټر پانړه لیکلي چې د الخدمت فاونډیشن خیبرپښتونخوا مشرانو ډاکتر حفیظ الرحمان او خالد وقاص سره ی ملاقات وکړو او دوی ته ستړي مشي اوویل، منصور احمد د الخدمت فاونډیشن په پاکستان کښې د بشري مرستو لپاره ددې مرستندویه سازمان ستاینه وکړه او ویل چې په افغانستان کښې هم نن سبا د افغان اولس لپاره د بشري مرستو ته ډیره اړتیا ده.
یاده دې وی چې د پاکستان په نړۍ کښې په هر پلیټ فارم دا فغانستان په اړه دا دریځ دې چې افغانستان د جنګونو له وجهې ډیر بد متاثر دې او دې اولس ته بشري مرستو ډیره اړتیا ده. هم دغه وجه ده چې نن ملګري ملتونو او نورې نړیوالې د بشري مرستو سازمانونه د افغانستان اولس لپاره مرستې اعلانوي.
د پاکستان هیواد نه د پاک افغان د همکارۍ فورم د غړو له طرف نه هم د افغانستان ولایتونو کابل، خوست او کندهار ته تر ۱۰۰۰ ټنو خوراکي توکي او داروګان لیږل شوي او په دې ولایتونو کښې په مستحو افغان کورنیو تقسیم شوي دي. افغان اولس د پاکستان اولس او د پاکستان مرستندویه ادراو څخه مننه کړې چې په دې سخت وخت کښې افغان اولس سره مرستې کوي.

Leave a reply