د کندز د پېښې ځینې ټپیان ایران ته لېږدول کېږي

0
306

د کندز د پېښې ځینې ټپیان ایران ته لېږدول کېږي

کندوز ولایت کې تېره جمعه د جمعې د لمانځه پرمهال پر لمونځ کوونکو چاودنه وشوه چې درې سوه کسانو ته ئې مرګ ژوبله واړوله.

تازه ځینو ایرانیو رسنیو خبر ورکړی چې د یادې پېښې ځینې ټپیان به ایران ته د درملنې لپاره واستول شي.

 

(2021 / 10 / 12  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

کندوز ولایت کې تېره جمعه د جمعې د لمانځه پرمهال پر لمونځ کوونکو چاودنه وشوه چې درې سوه کسانو ته ئې مرګ ژوبله واړوله.

تازه ځینو ایرانیو رسنیو خبر ورکړی چې د یادې پېښې ځینې ټپیان به ایران ته د درملنې لپاره واستول شي.

د کندوز د وروستۍ چاودنې ټپيان ایران ته د درملنې په موخه لېږدول کېږي. د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې د افغانستان د ا.ا په غوښتنه د کندوز د پېښې ځینې ټپیان به ایران ته د لا ډېرې درملنې په موخه لېږدول کېږي.

سرچینې وایي دمګړی د هغو ټپیانو لېږد پيل شوی دی چې په کندوز کې یې د درملنې امکانات کم وو.

افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال دا دوهمه لویه چاودنه ده چې داعش ډله ئې په عامو افغانانو کوي، تر دې وړاندې د امریکایانو د تخلیې د ماموریت پر مهال د کابل هوايي ډګر باندې چاودنه شوې وه چې په لویه کچه کرګ ژوبله ئې اړولې وه؛ خو طالبانو د هغې ملامتیا پر امریکانو غورځولې وه.

 

Leave a reply