د علي ابن طالب روزنیز مرکز نه ۱۰۰ طالب سرتیرو زده کړې مکمل کړي

0
102

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان اسلامی امارت مشرانو رسنیو ته ویلي دې چې د پروان په ولایت کښې د علی ابن طالب د ښوونیځ مرکز نه ۱۰۰ کسیزه د خالد بن ولید د سرتیرو ډلې د فراغت لاس لیکونو ترلاسه کړي او ددوي زده کړې او ټریننګ مکمل شوې دې.

د باخبر خبري اژانس د رپورټ مطابق طالب مشرانو ویلي دي چې دغه لس کسیزه قطعه به د پروانو په سیمو کښې په دندو وګمارل شي او خپلې وظیفې به پیل کړې چې د افغان اولس امنیت ټینګ کړي او د افغان اولس خدمت وکړي.
یاده دې وی چې د افغانستان اسلامی امارت مشرانو له خوا په بیله بیلو ولایتونو کښې او د کابل په هوایی ډګر کښې د بدري ۳۱۳ یونټ طالب سرتیري هم په وظیفو مقرر شي او د افغان اولس د امینیت ذمه وارۍ په ډیره ښه توګه ترسره کوي.
یاده دي چې کابل هوایی ډګر او بیا په کندوز کښې د داعش له طرف نه بریدونو طالب مشرانو لپاره ګواښ رامنځ ته کړې خو طالب مشرانو وایی دوی به د داعش ډلې په ضد ښه مزاحمت وکړۍ شي اوافغانستان به د داعش نه پاک کړي.

Leave a reply