په قندهار کښې لویه د درملو فابریکه جوړیږي

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان د باختر آژانس یو رپورټ مطابق د قندهار په ولایت کښې یوه لویه د نړیوال سټینډري فابریکه د جوړول په مرحله کښې ده او دې جوړولو چاري به
ډیرې زر مکمل شي.
د رپورټ مطابق د سنو فارما د درمل جووړونې فابریکې مشر د قندهار والی محمد یوسف وفا سره په ملاقات کښې اوویل چې د سنوفارما فابریکا په جوړولو په کال ۲۰۱۶ کښې د ۱۷ اوولسو پانګه اچوونکو سوداګرو په مدد سره د جوړولو کار پیل شوې دې، د ۵۰ پنځوسو ملیونو امریکایی ډالرو د لګښت نه ددې فابریکې د جوړولو کار پیل شوي دي.
د رپورټ مطابق فابریکې د جوړولو چارۍ به د کال ۲۰۲۲ د نیمایی پورې بشپړې شي او دا درملو جوړنه به پیل شي چې دې سره افغان اولس ته ډیرې اسانتیاوي پیدا شي او په خپل ولایت او هیواد کښې به ورته د نړیوال معیار دارو په لاس راشي.
یاده دې وی چې طالب مشرانو هم د نړۍ هیوادونو او په افغان سوداګرو غږ کړې او دوی نه ی غوښته کړې چې دوی دې خپل هیواد افغانستان ته راشي او دا هیواد دې جوړ کړي ، دلته دې پانګه اچوونه وکړي چې دا جنګ ځپلې هیواد او اولس آباد شي، دلته خوشحالي او ترقي راشي.






