شاعري که شهرت

0
134

شاعري که شهرت

……………..

لیکوال: اسدالله ثابت

څانګه: ادبیات

 

ډیری لیکوالان او شاعران په دې اند دي، چې څوک په شعر پوهیږي که نه پوهیږي؛ خو چې شعر لیکي او له شعر سره مینه لري هغه ته شاعر وایي.

ډیر لږ یې بیا په دې اند دي، چې شاعر هغه څوک دی کوم چې وختونه وختونه د لویو او وتلو شاعرانو شعرونه ولولي او همدارنګه د شعر ساختماني اړخ په ډېره کچه زده کړي، د شعر لفظي او معنوي صنایع زده کړي . د شعر لفظي او معنوي صنایع تر ډېره بریده د شعر په کیفیت یا خوږوالي کې لوړ لاس لري؛ خو ډیری شاعران بیا هډو دا څیزونه پېژني هم نه.

 

یخني اورونه لګوي خو ستا لمرڅیکی نظر

هم سوځوي هم یې سېځلي د کمزورو زړونه

شاعر

 

دا بیت د معنوي صنعت (مراعات النظیر) یوه بېلګه ده، چې د همدې صنعت په مراعاتولو سره یې د شعر خوند او کیفیت یو په سل په بره وړی. د شعر په تخنیکي اړخ خبرې یو جلا بحث دی، دلته همدومره بسنه کوي. دا چې له موضوع بحر نشو؛ نو خبره بېرته اصلي بحث ته راګرځوم.

نن سبا ډېری د شعر مینوال هڅه کوي خپله هم شعرونه ولیکي؛ خو یوازنی دلیل یې د (شاعر) لقب ترلاسه کول دي. زه د یو څو شاعرانو مثالونه درته ښییم درویش روښان صیب او شهنواز باقر دوه هغه شاعران دي چې نن سبا ډیر مینوال لري، د دوی دواړو ترمنځ ښه شاعر بې له کوم دلیل څخه روښان صیب دی؛ ځکه د هغه د شعر لیکل، د شعر خج برابرول یا که په ټوله کې ووایو لفظیت او معنویت سربېره یې د شاعرۍ عمر په زرینه بڼه ثابت او اوږدمهاله دی.

دواړو ته خلک ځکه شاعران وایي چې تر دا محاله یې حتا د ځان لپاره د شاعر نوم هم په ژبه ندی راوړی، خپل هنر ته یې د هنریت بڼه ورکړې، څرک یې له خواله رسنیو څخه جوتیږي. آرین جلالزی زموږ د غزني ولایت تکړه شاعر تر کومه حده چې زه هغه پېژنم او زما د استاد په حیث هم پاته شوی، د شعر په تخنیکي اړخ سربیره معنوي او لفظي اړخ هم ډیر ښه پوهیږي. د هغه دوې شعري ټولګې تر دا محاله چاپ او بله یې هم راروانه ده؛ خو د ځان په کتابونو کې یې د ځان لپاره د شاعر لقب هډو لاغوره کړی هم ندی، هغه د شاعر لقب پر ځای له (ویناوال) لقب څخه کار اخیستی،

شعر یې ځکه ډیر مینوال لري چې د شهرت نه بلکي هنریت لپاره یې کار کړی.

نن سبا د شعر د مینوالو فسبوک پاڼې له غزلونو څخه مالامال دي او د غزل یا بل ژانر د لیکونکي لپاره یې د شاعر (پلانکی) لقب غوره کړی. حال دا چې د دوی به د غزل په ژانر یوازې دومره سر خلاص وي چې قافیه، ردیف، څپه، مطلع او مقطع یې پېژندلې، د ځینو خو هډو لا دا هم ندي زده او که یې زده وي ډیر کم، چې حتا په مثال کې به یې هم نشي ښودلای.

ځینې شاعران هڅه کوي خپله لمړنۍ ټولګه ژر تر ژره چاپ کړي؛ خو کله یې چې دوهمه او دریمه ټولګه چاپیږي هیله یې دا وي چې درېغه دا دریمه ټولګه مې لمړنۍ ټولګه وای! دا ځکه چې که چېرته په دریمه ټولګه کې د دوی شعر ډیر توپان هم کوي؛ نو بیا یې لوستونکي د هماغې لمړنۍ شعري ټولګې د شعرونو په سترګه ورته کوري. پاخه شعرونه پخه شعري ټولګه جوړوي، بیا دومره پاخه مینوال پیدا کوي چې که یو وخت ډیر ساده شعر هم لیکې د ټولو په خولو کې به د اوسېدو ویاړ ترلاسه کوي.

ډیرو خو بیا د شعر په ډګر کې د ځینو مشهورو شاعرانو نومونه او تخلصونه په خپل ځان ایښي او شعرونه لیکي، تر څو ځان د شهرت کړۍ ته ورسوي. حال دا چې د لویو او ښو شاعرانو مینوال د هغوی شعر او سبک له ورایه پېژني، زما په اند دا به تر شهرته د ځان رسولو څخه هډو د ځان کم راوستلو لامل ګرځي.

موږ باید شعر د خلکو لپاره ولیکو تر څو خلک زموږ په ښې او لوړې پنځونې سره د شاعر په لقب وبولي، نه داسې چې په نثري خبرو ځان ته د شعر پنځګر او شاعر ووایو.

Leave a reply