د نوي نظام د کورني او بهرني مشروعيت موضوع!
مولوي فاروق غلجی
د هغو نيوکو له جملې چې نړيوال يې پر اسلامي امارت لري، يوه هم د کورني مشروعيت نه لرلو موضوع ده. دوی وايي هيڅکله يو داسې حکومت نه شي منلی چې د زور له لارې پر خلکو تپل شوی وي. دا په داسې حال کې چې ګرد نړۍ وال د سر په سترګو ويني چې چې همدې بشر پالونکو او ولسپالونکو د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په لس ګونو داسې نظامونه منلي او په رسميت پېژندلي، چې په وچ پوځي زور يې منتخب حکومتونه پرځولي او واک يې تر لاسه کړی دی.
خپله زموږ هېواد کې هم د کمونيستانو کودتايي نظام ټولې نړۍ منلی او پېژندلی ؤ، کوم چې ديکتاتوري يې ټول بشر په رڼو سترګو ليدله. خو همدا بې انصافه نړۍ بيا د اسلامي امارت په هکله ظاهراً داسې معيارونه ټاکي، چې ځپله دوی هم عمل نه دی پرې کړی.
په هر صورت؛ د يادې نيوکې په هکله زموږ لومړی ځواب دا دی، چې ايا زموږ د ولسي ملاتړ لپاره تر ټولو غوره او څرګند دليل دا نه دی، چې د انتهايي محروميت په حال کې مو څه کم يوويشت کاله له ګردې نړۍ سره مقابله وکړی شوه او بالآخره مو سرټيټي له هېواده وشړل؟
په دغه مبارزه کې که د خلکو هر اړخيزه ننګه او ملګرتيا نه وای شامله، ايا پرمختګ او بريا ممکنه وه؟
دوهم دليل دا دی چې که همدا اوس هم د عوامو ملاتړ نه وي، نو ايا څوک باور کولای شي؛ هغه هېواد چې څو ورځې مخکې د څلور لاکه اردو او پوليسو په واسطه نه شو اداره کېدلای، د امارت د څلويښت، پنځوس زره مؤظفو مجاهدينو له خوا قابو او کنټرول شي؟
يقيناً که څوک له عقله کار واخلي او له تعصب او حسده تېر شي، همدا له موږ سره د خپل ملت د ملګرتيا څرګنده بېلګه ده.
دا خو وې د نړۍ والو نيوکې او زموږ ګيلې او ځوابونه، اوس به راشو خپل منځي مشورې ته. نو دلته بايد ووايو چې راځئ خو موږ هم د تېرو شلو کلو په شان د خپل هېواد، ګاونډيو او ډېرو نورو په شان د نړۍ والو سترګو ته څه خاورې ايرې وپاشو، لويې لويې غونډې جوړې کړو، اعلان او ښه په جاره پرېمانه تبليغات وکړو چې دا دی څومره لکو او ميليونو خلکو پلاني پلاني ځای کې په يوه خوله زموږ ننګه وکړه، پلاني او پلاني ته يې د اعتماد رايه ورکړه او دا دی اوس نو زموږ حکومت د ولسي ملاتړ مهمه وثيقه نغده په لاس لري.
په دې لړ کې د لومړي ګام په توګه مختلفو ښارونو کې داسې عوامي غونډې جوړول؛ چې د نړيوالو رسنيو له خوا يې مفصل رپوټونه خپلاره شي، هم خورا ښه اغېز لري. دغه راز يو ځای، بل ځای د علماؤ، امامانو، استادانو او اديبانو جلسې راغوښتل او د هغوی له خولې د امارت او مشرانو د تأييد او ملګرتيا خبرې راوېستل او په رسنيو کې يادو مجالسو ته د اهل حل و عقد د لړۍ نوم ورکول او ښه يې په شد و مد رسنيز کول هم پوره اغېز لرلای شي.
دريم صورت دا هم کېدای شي چې له ټولو ولاياتو يو شمېر قومي مخور، ملکان، او خانان راوغوښتل شي، يو دوه ورځې د کابل لويې جرګې په خيمه کې وساتل شي، د لويې او تاريخي ملي جرګې عنوان ورکړی شي او په شمېر کې يې ښه د نر غوندې مبالغه وشي، مثلاً له زرو لس زره او له دوو زرو شل زره تبليغ او بيا له هغو ښاغلو د اسلامي امارت او شرعي نظام تأييد وپوښتل شي. ايا څه مجال شته چې حوک انکاري شي؟
همدارنګه يوه بله طريقه هم څه نا څه کار ورکوي. او هغه دا چې مثلاً احمد او محمود چې له څو کلو راهيسې د پلانۍ او بستانۍ ټولنې په مرسته د هېواد په لر و بر کې په هر کلي او بانډه ګرځېدلي، يوه خروا دقيقه سروې يې کړې او له شپږ لاکه وګړو يې د نظام په اړه پوښتنې کړې دي او بيا يې انتهايي مفصل رپوټ راوړی، چې پايله يې مثلاً په لاندې ډول ده:
۱ – له څلويښتو تر اويا کلنۍ پورې سړي او ميرمنې په سلو کې نوي د امارت ملګري او لس کسه زړه نا زړه.
۲ – له شلو تر څلويښت کلنۍ پورې ځوانان او پېغلې په سلو کې شپېته د امارت ملاتړي، لس مخالف او پاتې دېرش سلنه د اصلاحاتو غوښتونکي دي.
۳ – دوکانداران او کاروباريان اتيا سلنه د امارت ملګري دي.
۴ – استادان، امامان او شاعران پنځه اتيا په سلو کې موافقين، لس يې ملاحظه لرونکي او پنځه يې مخالفين دي.
او په دې ډول نور اقدامات ګرد سره تر ډېره بريده د کورني مشروعيت کار ور کولای شي او که څوک دا هم نه راسره مني، بيا مجبور يو موږ هم له يو ميليون خلکو رأيه واخلو او د منتخب حکومت نوم وګټو