د روس یرغل په وخت مې دیارلس کاله غرونو کښې تیر کړل: اسحاق ګیلاني

0
119

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان د د ملي پیوستون نهضت ریس، ملي او روحاني شخصیت سید اسحاق ګیلاني په یو بیان کښې ویلي دي چې په سپینه ږیره له هواده وتل او په بهرنیو هوادونو کښې د څو سیکولرانو دروازو ته ودریدل راته د زغم وړ خبرې نه دي، ګیلانی وایی نه غواړم چې هویاد ترک کړم او د هیواد نه بهر لاړ شم.

سید اسحاق ګیلاني رسنیو او خبریالانو سره په خبرو کښې اوویل چې دا ډیره د افسوس خبره ده چې هغه کسان چې د پردیو په لګښتون او زور د قومونو مشرا ن او ټیکه داران شوي وو، نن سبا ی د هیواد او قوم پريښۍ دې او بهر هیوادنو ته تللي دي.
نوموړی اوویل چې روسیانو په وخت کښې مې دیارلس کاله په غرونو کښې تیر کړل خو بهر هیواد ته لا نه ړم ، کله چې د روسیانو د وتلو نه پیس کورنۍ جهګړي پیل شو ،ډیر کوششونه مې د سولې لپاره وکړو او وسه پورې په دې ارمان شپې سبا کوم چې په دې هیواد کښې سولی او خوشحالي راشي.
ګیلاني د طالب مشرانو اوغوښتل چې ګونګ سیاست ختم کړي ، ددې هیواد او اولس لپاره کار وکړي او وزارتونه فعال کړي چې د جنګ ځپلي اولس په صحیح توګه خدمت وشي.
نوموړي اوویل چې نړیوال هر وخت د افغانستان سره وعده خلافي کړې ده او دا وس هم د افغانستان د بدامنې او بې عزتې لپاره کار کوي. هغه په پخواني افغان حکومتونو هم سخت تنقید وکړو او زیات ی کړه چې د افغانستان او افغان اولس لپاره ی د نړیوالو په پیسو هیڅ هم نه دي کړي او پخواني حکومتونو ډیر طلای موقعې ضایع کړي دي.

Leave a reply