امریکا سره ښې اړیکې غواړو: د پاکستان خارجه وزارت ویاند

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان وزارت خارجه ویاند په یو بیان کښې ویلي دي چې مونږ غواړو چې د متحده امریکا ایالات سره ښې او مثبتې اړیکې ولرو. د وزارت ویاند وایی چې داسې اړیکې غواړو چې د دواړو هیوادونو داسې اړیکې غواړو چې د دواړو هیوادونو د ریاستي اقتداراعلی او د دواړه هیوادونو په ګټه کښې وي.
یاده دې وي چې د پاکستان وزارت خارجه دا بیان په داسې وخت کښې جاري کړې چې د افغانستان نه امریکایی او نیټو فوځونه واپس وتلي او پاکستان د امریکایی فوځونو د افغانستان نه د وتلو لپاره دوی ته ښه او محفوظه لار هم ورکړه ، ډیر امریکایی او نور د بهربنو هیوادونو فوِځیان او نور ملکی وګړي د پاکستان له لارې خپلو هیوادونوته ستانه شی او ددوی امینیت ی ښه ټینګ وساتلو.
دلته دا خبره ضروره دي چې د پاکستان په افغانستان په اړه کردار ته وس هم امریکا د شک په نظر ګوری، د امریکې کانګرس وایی چې په پاکستان دې اقتصادي بندیزونو ولګي ، او وس وس د امریکې له طرف نه داسې خبرونه هم خپاره شوي چې د امریکا حکومت د پاکستان او چین د هیواد ترمینځ د اقتصادي پروژې سي پیک ته هم د شک په نظر ګوري او د سي پیک په اړه ی داسې معلومات خپاره کړي چې دا د پاکستان او چین ترمینځ یوه خفیه منصوبه ده او د سي پیک په نامه معلومات پټ ساتل شوي دي.
د پاکستان وفاقي وزیر اسد عمر د امریکا له طرف نه سي پیک په اړه دا خبرې رد شوي چې د سي پیک په اړه ی امریکا کوم غلط معلومات خپاره کړي، اسد عمر او د سي پیک لپاره ځانګړې مرستیال منصور احمد یوې خبري غونډې ته ویلي دي چې د سي پیک ټول فنډونه ښکاره دي او په ریکارډ دي او په دې کښې هیڅ کوم داسې فنډ نشته چې پټ ساتل شوي دي، نوموړی ویلي دي چې د نړۍ طاقتونه سازشونه کوي چې سي پیک ناکام کړي .
د وزارت خارجه د طرف نه د پاکستان او امریکا په اړه داسې بیان چې پاکستان امریکا سره ښې اړیکې غواړي او د امریکا د طرف نه په پاکستان الزامونه لګول ، دا صرف یوه بدقسمتي او د امریکې غلط فهمي ده، پاکستان په افغانستان کښې امریکا لپاره څنګه کار وکړو، طالبان او افغان حکومتی چارواکي ی په دوحه قطر کښې په یو ټغرکښينول او په افغانستان کښې د امن معاهده وشوه چې له وجهې ی امریکایی فوځونه د افغانستان نه اووتل.
وس که بیا هم امریکا د پاکستان کردار ته د شک په نظر ګوري نو دا به د امریکا حکومت ډیره کم عقلتیا وی چې د پاکستان د دومره قربانیو نه پس هم دوی د پاکستان کردار ته د شک په نظر ګوري.





