د امریکې یرغل په زابل کښې په شعرونو وغندل شو

0
187

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان په زابل ولایت کښې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د یوې مشاعرې تابیا کړې وه، په دې مشاعره کښې د شعرونو په لاره د امریکې په افغانستان د ۷ اووم اکتوبر یرغل په سختو ټکو کښې وغندل شول.

د اووم اکتوبرپه افغانستان د امریکایی فوځونو حمله او په دې هیواد د قبضه کول په مناسبت سره د په زابل کښې د یوې درنې مشاعرې تابیا شوې وه، په دې مشاعره کښې په لسګونو شاعرانو، ادیبانو، فرهنګیانو، مشرانو او ځایی ځوانانو د امریکې په افغانستان یرغل په شعرونو او مقالو په ذریعه وغندل.
شاعرانو او ادیبانو په خپلو مقالو کښې دا بیان وکړو چې د امریکې یرغل او ظلمونو په یاد ساتلې شي، امریکې افغان اولس سره زور ظلم او زیاتې وکړو خو آزادي او خپلواکي ی بیان د امریکې نه د الله تعالي په مدد او فضل سره ترلاسه کړه.
یاده دي وي چې دا مشاعره په داسې وخت کښې تابیا شوې چې نن د افغانستان نه امریکایی او د نیټو فوځوانو شل کاله پس واپس ستانه شوي دي، په رسنیو کښې داسې رپورټونه شایع شوي چې د امریکا ځواکونو د وتلو نه پس په افغانستان کښې غربت او تنګدستي نوره هم زیاته شوی دې او کارپوهانو په امریکا او مغربي نړۍ ټکونه کړي چې که امریکا دې هیواد د آبادولو او خوشحالولو لپاره راغلې وه نو نن بیا ولې په افغانستان کښې فقر او یو انسانی بحران مخې ته راغلې ده.

Leave a reply