د طالبانو مسوولین وایی په ګنړ شمیر کښې ی اسلحه لاس نیولې ده

0
79

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان په پکتیا ولایت کښې د ځای طالب مشرانو خبر ورکړې چې د پخواني حکومت اهلکارو نه ی په ګنړ شمیر کښې اسلحه او نور مهمات لاس ته راوړي دي او د امارت اسلام په دفتر کښې حواله کړي دي.

د افغانستان اسلامی امارت امنیتی مسوولین وایی چې د په پکتیا ولایت کښې په وړممۍ او ارګو ولسوالیو کښې ی د پخواني دولت قوماندانانو نه ۲۰۰ میله سپکې او درنې وسلې او نور مهمات ترلاسه کړي دي.
یاده دې وی چې کله نه چې په افغانستان کښې د امارت اسلامی افغانستان حکومت راغلې نو په ملک کښې ی اعلان کړې چې د دولت اړوند چې چاسره هم څه امانت یا نو سامان وی دو افغان دولتي چارواکو ته ی حواله کړې، دا خبره د یادونې وړ ده چې یو افغان پایلټ سره د پخواني افغان دولت یوه چورلکه هم وه چې تیره میاشت ی بیا د افغانستان اسلامی امارت مسوولینو ته حواله کړه.
په افغانستان کښې د رسنیو د خلې داسې رپورټونه هم چاپ شوي چې په هیواد کښې د طالب مسوولینو د داعش او نور د ملک دښمنو ډلو په ضد عملیات پیل کړي دي، او په ګنړ شمیر کښې کسان ی ددې ډلو سره د اړیکو نیولو په تور کښې ګرفتار کړي او زندانونو ته لیږلي دي..

Leave a reply