امریکايۍ استازې؛ د افغانستان په اړه له پاکستاني چارواکو سره خبرې کوي

0
72

امریکايۍ استازې؛ د افغانستان په اړه له پاکستاني چارواکو سره خبرې کوي

شېرمن پاکستان ته تر تګ مخکې له پاکستانه د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې برخه کې د پیاوړي شراکت غوښتنه کړې وه. هغې له اسلام اباده غوښتي وو چې له توپیر پرته دې د ټولو ترهګرو ډلو پر وړاندې مناسب اقدام وکړي.

(2021 / 10 / 8 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي په افغانستان کې وروستي بدلونونه به د امریکا د بهرنیو چارو وزارت

مرستیالې وینډي شېرمن او د پاکستاني چارواکو تر منځ په اسلام اباد کې د خبرو په مهمو موضوعاتو کې شامل وي.

شېرمن د امریکا د ولسمشر جو بایډن لوړ رتبه چارواکې ده چې له پاکستاني چارواکو سره به وګوري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې نوموړې به د دغه هېواد له لوړپوړو چارواکو سره په دوه اړخیزو اړیکو او د افغانستان او سیمې په حالاتو خبرې وکړي.

Leave a reply