روسيه افغانستان کې د داعش د فعالیتونو په زیاتوالي اندېښمنه ده

روسیه افغانستان کې د داعش د فعالیتونو په زیاتوالي اندېښمنه ده
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي چې روسیه په دې وروستیو کې افغانستان کې د داعش د فعالیتونو په اړه اندېښنه لري.
هغې ویلي چې د داعش د فعالیتونو ډېرښت د روسیې امنیت ته جدي ګواښ دی او طالبان باید په دې اړه جدي اقدامات وکړي.
(2021 / 10 / 8 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي چې روسیه په دې وروستیو کې افغانستان کې د داعش د فعالیتونو په اړه اندېښنه لري.
هغې ویلي چې د داعش د فعالیتونو ډېرښت د روسیې امنیت ته جدي ګواښ دی او طالبان باید په دې اړه جدي اقدامات وکړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخاروا ویلي چې د داعش فعالیتونه کابل کې د روسیې سفارت ته نیږدې لیدل شوي، نوموړې پر طالبانو غږ کړی چې کابل کې دې د روسي دیپلوماتانو د امنیت ساتنې لپاره نور لازم اقدامات وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو څو ځایه د داعش د مرکزونو د له منځه وړلو خبر ورکړی دی.
تازه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې داعش ډله افغانستان کې جدي ګواښ ندی، مزاحمت دی او ډېر ژر به له منځه لاړه شي.






