د اتحادي ګوندونو حکومت د فیټف په اړه د څه کریډټ اخلي؟ شاه محمود قریشي

باغی ټي وي رپورټ
د پي ټي آئي وائس چيئرمېن شاه محمود قريشي وئيلي دي چې مونږ د ايف اے ټي ايف په اړه قانون سازي کړې او اوس حکومت کوشش کوي چې د څه شي کريډټ واخلي۔
په خپل يو بيان كښې شاه محمود قريشي ووئيل پيپلز پارټۍ او مسلم ليګ (ن) د اېف اے ټي اېف په اړه قانون سازي كولو په وخت ناكامه شوې وه، اپوزیشن مونږ ته ویلي وو كه د نيب په کيسونو كښې مونږ ته ریلیف راکړل شوي نو مونږ به د پی ټي ایی حکومت ملاتړ كوو۔
ده ووئيل چې د اېف اے ټي اېف په اړه د اېكشن پلان څخه د هغې منصوبه بندي، انتظامي اقدامات او قانون سازي د پي ټي آئي په حكومت كښې شوې ده، اوس حكومت د كوم كريډټ اخستلو هڅې كوي۔
د پي ټي ائي مشر وويل چې حماد اظهر، د خزانې وزارت او د بهرنيو چارو وزارت په ګډه تګلاره خپله کړې وه.






