د پاکستان د ټاکنو کمیشن د قریشي د بیان نوټس واخستو

0
81

باغی ټي وي رپورټ
چيف اليکشن کميشنر د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) مشر شاه محمود قريشي د پريس کانفرنس نوټس اخيستې دې۔

دسرچينو ترمخه چيف اليکشن کميشنر دپنجاب اليکشن کميشنر څخه دشاه محمود قريشي په تورونو رپورټ غوښتى دى.

سرچينې وائي چيف اليکشن کمشنر صوبائي اليکشن کميشنر ته په ٢٤ؤ ساعتو کې دننه رپورټ وړاندې کولو هدايت کړى دى.

سرچينې دا هم وويل چې چيف اليکشن کمشنر وويل چې د ملتان په ګډون په 19 حلقو کې د ضابطه اخلاق خلاف ورزي کېدونکو کسانو په ضد به سخته کارروائي وشي، د صوبايي اليکشن کمشنر دې په سمدستي توګه چيف اليکشن کمشنر ته د ټولو کارروائيو خبر ورکړي.
ياده دي وي چي د پي ټي آئي وائس چيئرمېن شاه محمود قريشي د نورو مشرانو سره يوي خبري غونډي ته وينا کښي وئيلي وو چي لوي امتحان د پنجاب په شلو حلقو ضمني ټولټاکني دي چي په دي کښي هر څه باندي سواليه نښه راپورته شوې ده۔
هغه دا هم ویلي وو چې کله به د ټاکنو خپلواک او خپلواک کمیشن جوړ شي؟ په بازار کې ګونګوسې دي چې مسلم لیګ (ن) به ۱۸ څوکۍ او تحریک انصاف به ۲ څوکۍ ولري.

شاه محمود قريشي زياته کړه که اليکشن کميشن په خپلو ذمه وارۍ کې غفلت وکړو نو جمهوريت به په خطر کښې شي،هغه ویلي وو چې مونږ دانتخاباتي اصلاحاتو او دانتخاباتو شفافيت لپاره نن هم خبرو ته تيار يو.

Leave a reply