د بلوچستان حکومت هم د بجټ منظورې ورکړې ده

باغي ټي وي رپورټ
د بلوچستان کابينې د راتلونکي مالي کال لپاره د صوبې د بجټ منظوري ورکړې ده.
د بلوچستان د وزيراعلي مير عبدالقدوس بزنجو په مشرۍ کې د صوبايي کابينې د بجټ غونډه وشوه چې پکې د راتلونکي مالي کال لپاره د ۶۱۲ اربه روپو د بجټ منظوري ورکړل شوه.
د بلوچستان راتلونکي مالي کال بجټ کې د ۷۲ اربه روپو کسر ښودل شوی دی.
په بجټ کې د PSDP لپاره 191 ملیارده روپۍ ځانګړي کولو وړاندیز شوی ، د حکومتي کارمندانو معاشونو او پنشن کې 15 فیصده زیاتوالی.
د بلوچستان بجټ کښې د مزدورانو کم از کم تنخوا 25 زره روپو ساتلو تجویز دی.د صحت محکمی د پیرامیډیکس کارمندانو د روغتیا پروفیشنل او د خطر الاؤنس کې د 100٪ زیاتوالي وړاندیز شوی.
بجټ کښي د وزيراعلي شکايتونو منجمنټ سسټم جوړولو تجويز هم ورکړے شوے دے۔بجټ کښي تربت کښي د ليپ ټاپ سکيم لپاره يو ارب روپئ مختص کولو وړانديز کړے شوے دے۔د نوي مالي کال بجټ کښي هيڅ قسمه ټيکس نه دي وړاندي کړے شوي۔
دا هم اولولۍ
د اتحادي ګوندونو حکومت د وفاقي کابینې غونډه، په مهمو چارو خبرې شوي دي






