د سیلاب څخه ژغورنې او د سیلاب وروستو د مرستې په هڅو کې د ټرانسجینڈر(نرښځیانو) ټولنې د فعال رول په اړه یوه دستوره تابیا شوې وه
نصیب شاه شینواري
پيښور: د خیبر پښتونخوا په سر ښار پیښور کښې صوبائي مشورتي وركشاپ ته په خپله وينا كښې ويناوالو د سېلاب ځپلو متاثرينو د ستونزو کمولو لپاره د نرښځيانو د فعال کردار په ضرورت زور راوړو.
د ا یو ورځني ورکشاپ په یو ځایی هوټل کښې د نهې په ورځ (۱۷ جنوري) این سي ایچ آر(نیشنل کمیشن فار هیومن رایټس )او سی آر ایچ (پیس اینډ جسټس نیټ ورک) د “د سيلابونو په وړاندې د ټرانس جينډرز انکلوزيو ايکشن پلان” په موضوع سره د یو ایس ایډ په مالي مرسته راجوړ کړې او انتظام کړې وو.
په دې مهمه دستوره کښې د صوبایی اسمبلۍ غړي عايشه او آسيه خټک، کمشنر اين سي ايچ آر طارق جاويد، ډائريکټر جنرل هيومن رایټس ډیپارټمنټ خيبرپښتونخوا ډاکټر سعید خان، صوبايي محتسب رخشنده بانو، د صوبې د ډیزاسټر مینیجمنټ اتهارټي KPK صادق خان او مشر صادق خان هم ګډون وکړو او د ورکشاپ ګډون والو ته ی وینا هم وکړه.
. په دې موقع ناياب علي، د سوشل ويلفيئر افسر مهناز او صوبائي صدرې فرزانه هم د خپل نظر څرګندونه وکړه. ويناوالو وويل چې نرښځيان د ټولنې يوه مهمه برخه ده او په سېلاب ځپلو سيمو کښې د مرستې پرواګرام دوامداره ساتلو لپاره د نرښځیانو رول ډیر مهم دې.
د خیبر پښتونخوا د نرښځیانو د ټولنې مشرې فرزانه د سېلاب څخه د ژغورنې او د مرستې په پروګرامونو کښې د نرښځیانو له لوري بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړو.
فرزانه وویل چې د تېر کال د سېلابونو له امله رامنځته شوې ویجاړۍ خورا لویې دي او د ټولنې ټولې برخې باید په ګډه کار وکړي، هغوی اوویل چې امدادي هلې ځلې او د سیلابونو سره د مبارزې په مهال ه د هراړخیز چلند لپاره د حکومت سره بشپړ ملاتړ په کار وی ځکه چې په ملیونونو سیلاب ځپلي اوس مهال هم له ډیرو ستونزو سره مخ دي.
د خېبرپښتونخوا د بشري حقونو ډپارټمنټ ډائريکټر جنرل ډاکټر سعيد خان وويل د خېبرپښتونخوا د ټولو ۳۵ ضلعو ډپټي کمشنرانو ته د بشري حقونو افسرانو ته ځانګړي واکونه ورکړل شوي چې په خپلو سيمو کې د بشري حقونو اړوند ټولو درخواستونو ته په ۳۰ ورځو کې ځواب ورکړي.
د پي ډي ايم اے صادق خان وويل د قدرتي افتونو د زيانونو په مخنيوي کې د مرستې لپاره د قدرتي افتونو د انتظام او د انساني همدردۍ ښه ردعمل په اړه د تحقيق لپاره د خېبرپښتونخوا بیلا بیلو پوهنتونونو سره مفاهمتي سندونه لاسليک شوي دي، هغه وويل د آفتونو د انتظام او جامع بشري غبرګون په اړه به يو کلن ډيپلومه ډېر زر له عبدالولي خان پوهنتون څخه پیل شي.
هغه وویل چې د پاکستان ټرانس جینڈر د حقونو قانون 2018 نافذ شوی ترڅو د نرښځیانو ټولنې په وړاندې د هر ډول تاوتریخوالي او ځورونې مخه ونیسي.
د ټولنيزو چارو مشرې مهنازاوویل چې په ټولنيزو او اقتصادي برخو کښې د ځانګړې کوټې د برابرولو په هڅه کې د نرښځيانو لپاره نوکرې ورکولو په پاليسۍ کار روان دی او ډېر زر به د منظورۍ لپاره حکومت ته واستول شي.
ويناوالو په خېبرپښتونخوا کې د نرښځيانو د ټولنې د شمېر په اړه د يو جامع اعداد او شمار د جوړولو په ضرورت ټينګار وکړ کوم چې به د راتلونکي پلانونو او تګلارو په ترتيبولو کې د حکومتي ادارو سره ډېره مرسته وکړي.
ناياب علي وويل چې د مشورتي ورکشاپ يوه موخه دا هم وه چې دولتي ادارو، د بشري حقونو کارپوهانو، او پاليسۍ جوړونکو په ګډون نورې ټول اړوند ادارې د خپلو خامیانو څخه هم خبرې کړې او ددوی غلطی دوی ته ور په ګوته کړي.
هغه وویل، چې دغه ورکشاپ به د شته بشري غبرګون د اقداماتو او عملیاتي لارښوونو د بیاکتنې سربیره، د معلوماتو راټولولو او په سیلاب ځپلو ضلعو کښې د نرښځیانو ټولنې لپاره د ساتنې میکانیزم و په ډیزاین کې مرسته وکړي او د دې تر څنګ به د ضلعو په کمیټیو کښې د دوی ګډون ډاډمن کړي.
په دغه ورکشاپ کې د مدني ټولنې غړو، ترانسپورتي کسانو، دولتي چارواکو، د بشري حقونو کارکونکو او د ټولګټو چارو د ریاست او د محتسب د دفتر مسوولینو په پراخه کچه ګډون وکړو، د ورکشاپ په روستیو کښې د پوښتنو او ځوابونو او کاري ګروپونو ناستې هم ترسره شوه.
………………….