په خیبر پښتونخوا کې سږ کال د ترهګرۍ په مقدمو کې ۶۶ فیصده تورن کسان د ثبوتونو د نشتوالي له کبله د عدالتونو لخوا بري شوي دي.
باغی ټی وی رپورټ
په خیبر پښتونخوا کې سږ کال د ترهګرۍ په مقدمو کې ۶۶ فیصده تورن کسان د ثبوتونو د نشتوالي له کبله د عدالتونو لخوا بري شوي دي.
په خېبرپښتونخوا صوبه کې چې د ترهګرۍ ښکار ده، د روان کال په ۹ میاشتو کې د ترهګرۍ په مقدمو کې د ککړو ۳۴ فیصده ملزمانو سزاګانې ورکړل شوې.
په دغه ولايت کې د تروريزم ضد ١٣ محکمو په ١٤٣ قضيو کې کار کړى، په ٤٨ قضيو کې تورن کسان په بند محکوم شوي، په ٦٣ قضيو کې د شک پر بنسټ او په ٢٧ قضيو کې د شواهدو د نشتوالي له امله برات شوي دي.
د خيبر پښتونخوا ډي جي پراسيکيوشن مختيار احمد وايي، تېر کال په ترهګرۍ کې د ککړو کسانو د سزا کچه يوازې ۱۹ فيصده وه، په داسې حال کې چې سږ کال په ترهګرۍ کې ښکېل هېڅ يو تورن ته د مرګ سزا نه ده ورکړل شوې، يوازې ۳ تورنو ته د عمري بند سزا اورول شوې ده.
نوموړي د څارنوالانو کمه شمېره، د سمې روزنې نشتوالی او د څېړنو کمزوری سیستم د ډېرو تورنو کسانو د برائت اصلي لاملونه وبلل.
سږ کال تر دې دمه په 5 زره 57 کېسونو کې ککړ ملزمانو ته د سيشن عدالتونو سزا اورولې ده او دا شرح 42 فيصده ده په داسې حال کې چې تير کال د ملزمانو د سزا ورکولو شرح 34 فيصده وه.
د سي سي پي او اعجاز خان په وينا، د پراسيکيوشن ايکټ 2005 نه وروستو د نوي نظام لاندې دا ستونزمنه ده چې ملزم ژر تر ژره اعتراف وکړي.
د څارنوالۍ د چارواکو په وينا، د قضيو د ژر تر ژره د حل لپاره، په ١٧ ورځو کې د چالانونو د وړاندې کولو په ګډون، د تحقيقاتي پوليسو او څارنوالۍ ترمنځ د همغږۍ لپاره د کمېټو په جوړولو هم غور روان دى.
د حقوقي پوهانو په وینا په خیبر پښتونخوا کې د ملزمانو د سزا د زیاتولو لپاره د پولیسو او استغاثې نظام ته په عصري خطو د پراختیا ورکولو ضرورت دی چې ورسره به د جرمونو په کمولو کې هم مرسته وشي.