سپريم کورټ په سندهـ کې د حکومتي ځمکو د تجاوزاتو ختمولو حکم کړی دی

0
74

باغی ټي وي رپورټ
کراچۍ: سپريم کورټ په سندهـ کې د حکومتي ځمکو د تجاوزاتو ختمولو حکم کړی دی.

سپريم کورټ کراچۍ رجسټري د صوبې په سرکاري زمکو د قبضې مکمل ريکارډ طلب کړی او د قبضې ختمولو لپاره دې ټول ممکنه ګامونه پورته کولو سره رپورټ وړاندې کړي۔

د لینډ یوټیلائزیشن سینئیر غړي عدالت ته خواست کړی چې رېنجرز ته دې د سرکاري زمکو د مرستې کولو هدایات ورکړي، چې په ځواب کې جسټس جمال خان مندوخېل وویل چې که ستاسو پولیس توان نه لري نو محکمه ختمه کړئ، په هر کار کې به د رېنجرز مرسته ولې کوي؟عدالت آئي جي سندھ ته امر وكړو چې ټولو ايس ايس پيز ته هدايات وكړي چې ډپټي کمشنرانو ته مرستې او قوت وركړي، د كورنيو چارو سيكرټري دې رينجرز ته هم هدايات جاري كړي۔

سپريم کورټ د سندهـ حکومت ته د سرکاري زمکو د قبضې خلاف د عملياتو تفصيلي رپورټ جمع کولو هدايات ورکولو سره د کيس سماعت شپږ هفتو پورې ځنډولې دې۔

Leave a reply