د خیبر پښتونخوا پولیسو د ترهګرو پر وړاندې د مبارزې لپاره له صوبايي حکومت څخه د وروستیو نایټ ویژن کیمرو غوښتنه کړې ده

0
99

باغی ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوا پولیسو د ترهګرو پر وړاندې د مبارزې لپاره له صوبايي حکومت څخه د وروستیو نایټ ویژن کیمرو غوښتنه کړې ده.

ايډيشنل آئي جي پوليس خيبرپختونخوا محمد علي بابا خيل يو خبري کانفرنس ته اوويل چي سږ کال د ترهه ګرئ په ضد 2715 اپريشنونه شوي دي چي ملاکنډ ډويژن کښي د عملياتو مثبت نتيجې څرګندي شوي دي۔محمد علي بابا خېل وويل، له افغانستان څخه د ورانکارۍ غوښتنې او په وزيرستان کې ځانمرګي بريدونه ستر چلنجونه دي، د پوليسو پر ضد عملياتو کې د مجرمينو منظمې ډلې هم شاملې دي.
هغه وويل چې له ولايتي ادارې څخه يې د تروريستانو پر وړاندې د مبارزې لپاره د شپې له خوا د وسلو غوښتنه کړې ده.

AIGKP وايي، سږ کال په بېلابېلو قضیو کې ۱۵ زره ۶۰۰ پولیس مجازات شوي، چې شاوخوا ۶۰۰ پولیس له دندو ګوښه شوي دي.ياده دي وي چي څو ورځي وړاندي د سي ټي ډي اسلام آباد لخوا صوبائي حکومت ته يو خط هم مخې ته راغلي وو چي پکښي صوبائي حکومت ته د تربيت لپاره وسائل او تجربه کار افسرانو ورکولو غوښتنه شوي وه۔

Leave a reply