وزیراعظم شهباز شریف الار ښوونه کړې چې په کینیا کښې د پولیسو په ډزو کښې وژل ژورنالسټ مړې دې په سمدستي توګه پاکستان ته راوړل شي

باغي ټي وی رپورټ
لومړي وزیر شهباز شریف په کینیا کې د پولیسو په ډزو کې د وژل شوي خبریال ارشد شریف د جسد د بیرته راوړلو هدایت کړی دی.
لومړي وزیر شهباز شریف د بهرنیو چارو او کورنیو چارو وزارتونو ته لارښوونه کړې چې د ارشد شریف مړی بېرته پاکستان ته راوړل شي.
وزيراعظم د دواړو وفاقي څانګو سيكترانو ته هدايات كړې چې د كينيا له چارواكو سره دې په تماس كښې پاتې شي۔
شهباز شريف اړونده چارواکو ته هدايات ورکړي چې د مړو واپسۍ ټول پړاوونه دې پخپله څارنه وکړي.
ياده دې وي چې سينئر خبريال ارشد شريف په کينيا کې دپوليسو په ډزو کې وژل شوى ؤ، چې په اړه يې دپاکستان هائي کميشن دکينيا چارواکو سره په تماس کې غوښتنه کړې وه چې په سمدستي ډول دپيښې پلټنې وکړي اؤ تفصيلات وړاندې کړي.
دا خبره د یادونې ده چې وتلې ژورنالسټ او د اې آر وایی ټي وی اینکر پرسن ارشد شریف په کینیا نیروبي کښې په یو پیښه کښې اووژل شول چې بیا روسته په رسنیو کښې د کینیا پولیسو منلې چې دوی ارشد شریف په غلط فهمۍ کښې په ډزو ویشتلې دې ، د پولیسو مطابق په دې وخت کښې د پولسو په پوسته د یو داسې موټر انتظار کیدلو چې د پولیسو مطابق په هغه موټر کښې غلو یو ماشوم تښتولې وو، چې کله د ارشد شریف ډرایور موټر پولیسو په پوسته و نه درولو نو پولیسو دا وګنړله چې دا هم هغه موټر دې چې غله دي او ډزې ی پیل کړي چې په پایله کښې هغه اووژل شو.
نور خبرونه
آیی ایس پي آر په یو بیان کښې د وتلي ژورنالسټ ارشد شریف په مړینه د غم څرګندونه کړې ده
سندهه هایی کورټ امر کړې چې د پی ټي ایی مشر اسد عمر په ضد دې د ټاکنو کمیشن سپکاوي قضیه جاري وساتل شي
د وتلی ژورنالسټ ارشد شریف میرمن وایی چې خاوند ی په ډزو وژل شوې دې
د عمران خان د نااهلې په ضد جمع کړې شوي درخواست باندې نن عدالت اوریدنه کوي
وزیراعظم پاکستان شهباز شریف به نن په دوه ورځني رسمی سفر سعودي عربستان ته لاړ شي
عمران خان په جمهوري توګه د څوکۍ لرې کړې شو، عمران خان سیاسي انتها خوښې دې: بلاول بوټو زرداري
وتلې ژورنالسټ ارشد شریف په کینیا کښې په یوه پيښه کښې مړ شوې دې






