د وتلی ژورنالسټ ارشد شریف میرمن وایی چې خاوند ی په ډزو وژل شوې دې
باغی ټي وي رپورټ
د سینیر خبریال او اینکر ارشد شریف میرمن وايي چې ارشد شریف په کینیا کې په ډزو وژل شوی دی.
د ارشد شریف مېرمن وايي، چې د پولیسو په وینا هغه په ډزو وژل شوی دی.
تر اوسه د ارشد شریف د وژنې په اړه نور جزیات نه دي په ډاګه شوي، خو د کینیا د سیمه ییزو پولیسو له خوا د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.
ياده دې وي چې سينئر خبريال او اينکر ارشد شريف هم څو ورځې وړاندې له دوبۍ څخه لندن ته تللی و.
ياده دې وي چې تر دې وړاندې داسې راپورونه هم ورکړل شوي وو چې سينئر خبريال او اينکر پرسن ارشد شريف په کينيا کې په يوه ټرافيکي پېښه کې مړ شوی، د کورنۍ سرچينو او همکارانو يې د ارشد شريف مړينه تاييد کړې وه، خو د پېښې نور جزئيات سمدلاسه نه دي په ډاګه شوي.
اوس د ارشد شریف مېرمنې هم تایید کړې چې د کینیا د پولیسو په وینا ارشد شریف په ډزو وژل شوی دی.
……………………..
وتلې ژورنالسټ ارشد شریف په کینیا کښې په یوه پيښه کښې مړ شوې دې