صدر پاکستان عارف علوي او د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د وتلي ژورنالسټ ارشد شریف په مړینه خواشيني څرګنده کړې ده

0
93

باغی ټي وي رپورټ
په کينيا کې د سينئر خبريال او اينکر ارشد شريف د وژنې د خبر نه وروستو په سوشل ميډيا د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف او صدر عارف علوي د نورو لخوا د غمرازۍ پېغامونه جاري دي .

ولسمشر ډاکټر عارف علوي په ټویټر کې د ارشد شریف پر مړینه خواشیني څرګنده کړې او لیکلي یې دي چې د ارشد شریف مړینه د پاکستان او صحافت لپاره لویه ضایعه ده.

عارف علوي د ارشد شریف لپاره د مغفرت دعا وکړه او لیکلي یې دي چې “الله دې د هغه کورنۍ غړیو ته ددې غم د زغملو حوصله ورکړي”.

د صدر پاکستان عارف علوي سره سره د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف هم د ارشد شریف په مړینه د غم څرګندونه کړې ده.
وزيراعظم شهبازشريف په ټویټر پانړه ليکلي چې د خبريال ارشد شريف د غمجنې مرګ خبر په ژوره توګه خواشينی شوی يم، الله دې هغه ته جنت الفردوس ورکړي.


د پي ټي آئي مشر شهباز ګل وئيلي دي چي ارشد ټوله قصور د هغه خپله وه۔ اوس به ټول په ټويټر کې شور جوړوو، بيا څلور ورځې وروسته به د ارشد مور وي ، چوپیا به وي او د ارشد انځور به پر ديوال لګیدلې وي.

دا خبره د یادونې ده چې دا تایید شوې چې لوړ پوړی او وتلې پاکستانی ژورنالیست ارشد شریف د کینیا پولیسو د غلط فهمۍ په اساس په ډزو وژلی دی.

د بهرنيو ميډيا له مخې ارشد شريف نيروبي سره نزدې د کينيا پوليسو په سر په ډزو وواژه کله چې د هغه ډرائيور په يوې پوستې کښې د اصولو نه سرغړونه وکړه او بیا پولیسو د هغه په موټر ډزې وکړې چې په پایله کښې هغه اووژل شو.

…………………………….

نور خبرونه

پنجاب اسمبلۍ ته د ۱۸ ن لیګ غړیو په داخلیدو بندیز لګریدلې دې

آیی ایس پي آر په یو بیان کښې د وتلي ژورنالسټ ارشد شریف په مړینه د غم څرګندونه کړې ده

سندهه هایی کورټ امر کړې چې د پی ټي ایی مشر اسد عمر په ضد دې د ټاکنو کمیشن سپکاوي قضیه جاري وساتل شي

د وتلی ژورنالسټ ارشد شریف میرمن وایی چې خاوند ی په ډزو وژل شوې دې

د پی ټي آیی یو فعال تن له لوري د ټاکنو کمیشن مشر او د هغه کورنې ته د مرګ ګواښونه، په دې اړه د کاروایی کولو باندې غور روان دې

د عمران خان د نااهلې په ضد جمع کړې شوي درخواست باندې نن عدالت اوریدنه کوي

وزیراعظم پاکستان شهباز شریف به نن په دوه ورځني رسمی سفر سعودي عربستان ته لاړ شي

عمران خان په جمهوري توګه د څوکۍ لرې کړې شو، عمران خان سیاسي انتها خوښې دې: بلاول بوټو زرداري

پخوانۍ وزیراعظم شاهد خاقان عباسي په ملکی عدالتي نظام باندې نیوکې کړي دي، وایی چې ووټ ته تقدس ورکولو کښې ناکامه پاتې دي

وتلې ژورنالسټ ارشد شریف په کینیا کښې په یوه پيښه کښې مړ شوې دې

د ټاکنو کمیشن د خپل د بانکي حساب په اړه یو بیان جاري کړې دې

Leave a reply