کینیا پولیسو تایید کړې چې پاکستانۍ ژورنالسټ ارشد شریف د پولیسو څخه په غلط فهمۍ کښې په ډزو وژل شوي دې

باغي ټي وي رپورټ
دا تایید شوې چې لوړ پوړی پاکستانی ژورنالیست ارشد شریف د کینیا پولیسو د غلط فهمۍ په اساس په ډزو وژلی دی.
د بهرنيو ميډيا له مخې ارشد شريف نيروبي سره نزدې د کينيا پوليسو په سر په ډزو وواژه کله چې د هغه ډرائيور په يوې پوستې کښې د اصولو نه سرغړونې کولې.
په دې اړه د کینیا پولیس وايي، دغه پاکستانی خبریال له خپل موټر چلوونکي سره له ماګادي څخه نیروبي ته روان و، چې پولیسو د سړک د غاړې په بندولو سره تلاشي کوله.
د کينيا د پوليسو له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ارشد شريف د پوليسو په ډزو کې وژل شوى، خو ويلي يې دي، چې دغه پاکستاني خبريال د ناسم پېژندنې له امله وژل شوى او په دې اړه نور معلومات به وروسته خپاره شي.
دپوليسو وينا ده چې مونږ ته د ارشد شريف په نوم د يو ماشوم د يرغمل نيولو په اړه معلومات ترلاسه شول چې د سړک د بندولو له وجې يې تلاشي کوله چې په دغه مهال د پاکستاني خبريال ډرائيور د ګاډي د درولو په ځای د قواعدو خلاف ورزي وکړه خو هغوي پرې ډزې وکړې. تعقیب شول او بیا دا غمجنه پیښه رامنځته شوه.
د کینیا د پولیسو مرکزي دفتر وايي چې د پولیسو خپلواکه اداره د دې موضوع په اړه تحقیقات کوي.
نور خبرونه
آیی ایس پي آر په یو بیان کښې د وتلي ژورنالسټ ارشد شریف په مړینه د غم څرګندونه کړې ده
سندهه هایی کورټ امر کړې چې د پی ټي ایی مشر اسد عمر په ضد دې د ټاکنو کمیشن سپکاوي قضیه جاري وساتل شي
د وتلی ژورنالسټ ارشد شریف میرمن وایی چې خاوند ی په ډزو وژل شوې دې
د عمران خان د نااهلې په ضد جمع کړې شوي درخواست باندې نن عدالت اوریدنه کوي
وزیراعظم پاکستان شهباز شریف به نن په دوه ورځني رسمی سفر سعودي عربستان ته لاړ شي
عمران خان په جمهوري توګه د څوکۍ لرې کړې شو، عمران خان سیاسي انتها خوښې دې: بلاول بوټو زرداري
وتلې ژورنالسټ ارشد شریف په کینیا کښې په یوه پيښه کښې مړ شوې دې






