آیی ایس پي آر په یو بیان کښې د وتلي ژورنالسټ ارشد شریف په مړینه د غم څرګندونه کړې ده

0
115

باغی ټي وي رپورټ
آئي ايس پي آر د سينئر صحافي ارشد شريف په مړينه خواشيني څرګنده کړې ده۔

د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو څانګې (ISPR) له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې په کينيا کې د سينير خبريال ارشد شريف پر ناڅاپه مړينه ژوره خواشيني ده، الله دې د ارشد شريف درجات لوړ کړي.

د آئي ايس پي آر لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شوي دي چې الله دې د غم په دې وخت کښې د ارشد شريف کورنۍ غړو ته د زړه صبر ورکړي۔

دا خبره د یادونې ده چې مشهور خبریال او اینکر پرسن ارشد شریف په کینیا کې وژل شوی دی.د ارشد شریف مړینه د کورنۍ سرچینو او همکارانو تایید کړې، خو د پېښې نور جزیات سمدلاسه نه دي په ډاګه شوي.

سرچینه زیاتوي، چې پېښه د کینیا د سیمه ییزو پولیسو له خوا څېړل کېږي.

دسرچينو له مخې ارشد شريف څو ورځې وړاندې له دوبۍ څخه لندن ته تللى و او بيا له هغه ځايه کينيا ته تللى و. د ارشد شریف مېرمن جویره صدیقه وايي، د پولیسو په وینا ارشد په کینیا کې په ډزو وژل شوی دی.

د وژل شوي ارشد شریف میرمن په ټویټ کښې لیکلي چې ما یو ملګری، خاوند او زما د خوښې خبریال له لاسه ورکړ.

هغه وایی چې نن، د پولیسو په وینا، هغه په کینیا کې وویشتل شو.
د وژل شوی ارشد شریف میرمن وایی چې زمونږ محرمیت ته درناوی وکړئ او زمونږ د کورنۍ عکسونه ، شخصي توضیحات او د روغتون وروستي عکسونه په سوشل میډیا مه شریکوئ او په خپلو دعاګانو کې مو یاد ساتئ.
……………………

Leave a reply