ولې خوب ته اړ یؤ؟

0
55

که د انسان بدن يو ماشين وګڼو، د نورو ماشينونو سره په پرتله کې يو لويه کمزوري لري؛ الکترونيکي ماشينونه کولی شي پرته له ځنډه شپه او ورځ کار وکړي، خو د انسان بدن بيا دا وړتيا نه لري. د انسان بدن بايد په منظم ډول، موکه ولري ترڅو د خپل ستړي بدن غړو او اندامونه ته ارامښت ورکړي، جزئي بيا رغونه ترسره شي او د ورځې په اوږدو کې ذخيره شوي مواد دفع کړي.

دا ټولې عمليې د خوب پر مهال ترسره کېږي. کله مو چې وجود د خوب حالت ته ورځي، ټول حرکات يې له سرعت او چټکۍ څخه غورځېږي او د بدن  د سوند او جوړونې ميتابوليزم ترټولو کم حد ته رسېږي. د وينې فشار راټيټږي، د نبض د ضربانو سرعت کمېږي. ساه اخېستل ورو کېږي او حتی د بدن حرارت درجه مو هم يو اندازه راټيټېږي.

ولې ځينې کسان د خوب پر مهال په لاره ځي؟

په همدې ترتيب دې ته متوجه کېږو چې بدن د دې لپاره چې وشي کولی خپل کار ته دوام ورکړي، خوب ته اړتيا لري. اوس ښايي دا وپوښتئ: هر انسان څومره او د څو ساعتونو لپاره خوب ته اړ دی؟

دا به تاسو ته جالبه وي چې پوه شئ؛ خوب د مختلفو اشخاصو په اړه يو ډول نه دی. ماشومان او کم عمره کسان د لويانو په پرتله ډېر خوب ته اړ دي او د وخت په تېرېدو سره دا اندازه تغير مومي. هغه ټکی چې ډېر مهم بلل کېږي، دا دی؛ بايد دومره خوب وکړئ چې، کله له خوبه راپاڅېږئ، راحته، آرامه او تکړه وواسئ.

ځيني وايي په هر څلورويشتو ساعتونو کې د څلورو ساعتونو څخه ډېر خوب ته اړتيا لرو. خو دومره اندازه خوب د خلکو لپاره بسنه نه کوي. ځيني خلک د هغو کسانو له ډلې څخه دي چې ډېر خوب خوښوي يانې پرخوابه دي او په څلوريشتو ساعتونو کې لس ساعته يا هم ډېر خوب ته اړتيا لري.

د ډېری څېړونکو او پوهانو د نظريې په اساس ۷ يا هم ۸ ساعته مناسبه خوب دی، چې يو نورمال انسان يې بايد وکړي.

ځيني وختونه، يو لنډ خوب؛ مثلا د ۱۵ دقيقو لپاره يا هم د نيم ساعت لپاره ښايي د يو اوږد خوب څخه خوندور او ارام بښونکی وي. البته کله چې لنډ خوب ژور او غښتلی وي؛ يانې زمونږ د بدن ټول غړي استراحت او خوب وکړي.

ژباړه: محمد عزيز پردېس

Leave a reply