د افغان دولت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي: وحدت او یووالی زموږ د هرې بریا راز دی.

0
92

د افغان دولت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي: وحدت او یووالی زموږ د هرې بریا راز دی.

11 اکتوبر 2022

د افغان دولت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد نن پخپله ټویټر پاڼه لیکلي چې “وحدت او یوالی زموږ د هرې بریا راز دی.”

نوموړي نن ورځ د افغانانو هغه هشتاګ بدرګه کړی او د هغې په پار یې لیکل کړي چې له سهاره عام او خاص افغانانو پرې خپلې څرګندونې کړي.

 

نوموړي پخپل یو بل ټویټ کې لاندې انځور نشر کوی او ورسره یې لیکلي چې “هزاره، تاجک، ازبک او پښتون ټول متحد او یو ملت دي.
راځئ چې زموږ دښمنان په دې حالت ماتم وکړي، موږ به هیڅکله تقسیم ونه منو.”

په دغه هشتاګ چې د یو ملت ” #UnitedAfganistan ” په نوم نشر شوی تر اوسه د افغان دولت د لوړپوړو چارواکو تر څنګ تر یو لک او لس زره بیلابیلې تبصرې او څرګندونې یواځې په ټویټر کې شوي.

Leave a reply