افغانستان سره د تعامل وروستۍ څو پر ځای پريکړې لنډه کتنه: 

0
55

 افغانستان سره د تعامل وروستۍ څو پر ځای پريکړې لنډه کتنه: 

 

عبدالعزیز ابوبکر

له تعقیب یې هم څه موده وړاندې د روسيې ولسمشر ویلی ؤ چې له افغانستان سره دې راکړه ورکړه ډېره شي، ورپسې د اسلامی امارت بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوی امیر خان متقی سره په لیدنه کې د روسيې ځانگړی استازی کابلوف هم افغانستان سره د اړيکو په پراختیا ټینگار کړی ؤ چې په د روسیې او افغانستان ترمنځ د سوداگرۍ تړون لاسلیک شو او له هغه وروسته بياهم پوتین د خپل تینگ ائتلافی هېواد تاجکستان له ولسمشر على رحمانوف سره په لیدنه کې ویلی ؤ: د اسلامي امارت په مشرۍ له نوی سپینه ماڼۍ او نوی افغان حکومت افغانانو ته د هغوی د کنگل شوې پانگې په ورکړه کار کوی، تر دې وړاندې هم سپينې ماڼۍ مرستندويه ادارو ته له افغان زلزله خپلو سره د آزادانه مرستو ویلی ؤ او بيا يې د يادې پانگې آزادولو موخه هم افغانانو ته د مرستې رسول ښودلی ؤ او بيا د افغانستان بهرنیو چارو وزیر او ورسره پلاوی په قطر کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانگړی استازی په مشرۍ آمریکایی پلاوی سره غونډه درلوده. دا چې د کنگل شوې پانگې له جملې اوه د مرکزی بانک او څه باندې دوه مليارده نور يې خصوصی سکتور ده؛ را پورونه ور کړل شوی ؤ: سپینه ماڼۍ د افغان حکومت سره د اړيکو پراخولو هڅه کوی او پرې په جدیت سره يې کار روان دی، د دې ترڅنگ نوموړی په سيمه کې د ثبات لپاره له اسلامی امارت سره تعامل ارین گڼلی ؤ. ور سره هممهال واشنگټن پوسټ خبر ور کړی ؤ چې په دې غور کوی چې څرنگه وکولای شی له داسی لارې د کنگل کړې پانگې پر آزادولو افغانانو ته مرستې ورسوی چې د نوی افغان حکومت لاس ته ونه لوېږی، خو د واشنگټن یوست د خبر پر بنسټ سپينه ماني له افغان سرپرست د حکومت سره په داسی مېکانیزم کار کوی چې له مخې يې مرکزی بانک له دغې پانگې حکومت هم گټه پورته کرای يې۔

آخوا بيا څه موده مخکې د پاکستان لومړی وزیر په خپلو څرگندونو کې وويل: کابينې يې افغانانو او افغان سوداگرو ته د وېزو د ورکړې بهير کې د اسانتياوو راوستلو طرحه تصویب کړې، ترڅو . دغه اسانتیاوی د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو نږدېوالی رامنځته کړی او له دې ورهاخوا له منځنۍ اسيا څخه د پانگونې او سوداگرۍ راخپلولو لپاره لاره هواره کړای شی او تازه بياهم د پاکستان یو لوړ پوړی پلاوی کابل ته راغلی، ترڅو د ډبرو سکرو پر بيه او له دریو لويو بندرونو يې پر۲۴ساعته ترانزيت له افغان حکومت سره خبرې وکړی. تر دې وړاندې د هند يو لوړ پوړي چارواکی هم ویلی ؤ: له افغان سرپرست حکومت سره له تعامل پرته کومه لاره نلری چې ورپسې يې خپل سفارت هم په کابل کې پرانیست. دا چې د پاکستان په څېر هند هم له منځنۍ اسیا سره د نښلون لپاره له افغانستان څخه ترانزیتی گټه پورته کولو ته اړ دلته شته د اسلامی امارت نظام سره تعامل یوه تر ټولو لوړه اړتیا گڼي.

دا چې اسلامی امارت له چا سره یو لوريزې او د دین، هېواد، ولس او د هغو د گډو، ارزښتونو او موخو پر زیان هیڅ ډول اړيکې نه غواړی او نه پرې باور لری؛ د سيمې او نړۍ ځينې له افغانستان څخه دا ډول يو لوريزې ” پر بنسټ يې موخې لټوی؛ اسلامی امارت څخه تر ډېره هیلی شوی او بیاهم به تر هغه نه هيلې وی چې امارت پر متقابل درنښت ولاړ خپل دريځ باندې ټينگ پاتې وی، خو د سيمې او نړۍ له هېوادونو سره د متقابل درنښت پر بنسټ اړیکو باندې بيا چې اسلامی امارت تینگ باور لری، په کراتو یې پرې ټينگار کړی او بيا بيا پر سيمه او نړۍ همدغه غږ کوي؛ له افغانستان سره د روسیې، آمریکا، هند او پاکستان د تعامل دغه څو وروستۍ پرېکړې پر ځای او سيمې او نړۍ ته د اسلامي امارت پر متقابل احترام ولاړو دوه اړخیزو اړیکو پیغام ته د مثبت ځواب په مانا دی، افغانان ترې هرکلی کوی، نېک گام يې گڼی او ورته خوشبین دی. په دې سره به يې افغانستان هم هغه ستراتېژیک ترې لری او افغانستان او دغه ملگرتيا ورسره پاللای شی چې ستراتېژیک رول ته يې پر کتو یاد هېوادونه خپلې گټې او موخې ترې د دوه لوريز درنښت په بڼه له مشروعې او اصولی لارې او پرته له دې چې د چا پر زيان وی؛ تر لاسه کړې وی او دوی به هم د هر اړخیز افغانستان او افغانانو د راتلونکی په اړه د سيمې او نړۍ شته او اټکلېدونکو پوښتنو او اندېښنو په له منځه وړلو کې د اسلامی امارت ترڅنگ خپل ستراتېژیک رول ترسره ملگری شی چې دوی تمه هم ور کړای شي.

که آمریکا، آمریکایی چارواکی او وگړی له افغانستان او اسلامی امارت سره تعامل، په ډيپلوماټیکو اړیکو کې پرمختگ، آمریکایی شرکتونه له افغان حکومت سره کوم قرارداد او یا دلته په کومه برخه کې پانگونې ته لېوالتیا لری؛ اړينه ده د افغانانو له شتمنیو هم کنگل مات او زموږ د هېواد او ولس لپاره ځينې گامونه هم پورته کړی، همدارنگه که پاکستان په خپل اوسنی اقتصادی وضعیت کې له افغانستان څخه د ډبرو د سکرو پېرلو او له دریو لویو بندرونو د انتقال لپاره ۲۴ساعته تگ راتگ ته لېواله وی؛ اړینه ده يې په ورته شکل افغانستان ته وخت پر وخت د ځينې اړينو توکو صادرولو څخه بندیزونه لیری کری او زموږ د هېواد دا چې د سیمې صادراتو او په ځانگړې توګه مېوو او سبزيو د انتقال لپاره هم یاد بندرونه ۲۴ساعته پرانېزی. دا يو دوه بېلگې دی چې متقابل درنښت پرې تمثيل او عملي ولیدل شي، خو او نړۍ گڼو هېوادونو په ډېرو او اړینو مسائلو کې د افغانستان رول ستراتېژيک او مهم دی او په نږدې او لیری راتلونکی کې به لازیات څرگند او جوت هم شي؛ هغوی ته په کار ده پر افغانستان خپل محدوديتونه له منځه یوسی، ترڅو افغانستان هم ورسره پر خلاص مټ خپله ستراتېژیکه ملگرتيا وښودلای او وپاللای شی او په یادو اړوندو مسائلو کې يې خپل رول ترسره کړای شی.

Leave a reply