ځيني خلک ولې خپل نوکان ژدويي؟ لاملونه يې څه دي؟

0
86

ځيني کسان په معمول ډول په مختلفو وختونو کې د خپلو لاسونو  د نوکانو په ژدولو مصروف وي، دا کسان چې کله غوسه او هيجاني وي نو  په ناخود اګاه ډول د خپلو لاسونو ګوتې په خولو کې ږدي او د نوکانو په ژدولو مصروفېږي.

خو  ولې دا کړنه ترسره کېږي؟ د دې پوښتنې ځواب له دې څخه هم ستونزمن دی، څرنګه چې تاسو  فکر کوئ.

څېړونکي په هڅه کې دي او غواړي چې د دې پوښتنې ځواب پيدا کړي، چې ولې  خلک خپل نوکان ژدويي.

دا حقيقت په بشپړ ډول ټولو  ته څرګند دی چې ډېر شمېر وګړي د دې کار په کولو کې اسرار کوي.

د ټولې نړۍ په سطحه  له  ۲۰ څخه تر ۳۰  سلنه پورې وګړي دا عادت لري. دا په داسې حال کې ده چې دا شمېر په نويو  بالغو ځوانانو  کې ٪۴۵ دی.

مونږ ډېری په دې فکر کې يو چې ګواکې هغه کسان چې خپل نوکان ژدويي، هغوی  عصبي او مضطربه دي، خو څېړونکو دا ثابته کړه چې داسې نه ده. د خلکو  چې کله حوصله ختمه شي، ستړي شي او يا د يو ستونزمن کار د ترسره کولو په وخت کې هم ممکنه ده چې د خپلو نوکانو په ژدولو بوخت شي. همدارنګه ويل شوي دي چې د دې کړنې ترسره کول  سړي ته ښه احساس ورکوي.

د UCSF  د درمل جوړونې پوهنتون استاد ښاغلی ( ټريس فورس ) وايي: دا کړنه خلکو ته د ارامتيا احساس ورکوي، هغه وايي د نوکانو په ژدولو سره احساس کېږي چې اسټرس مو کمېږي.

څېړونکو  په همدې اړه په ځینو حيواناتو څېړنه کړې ده.  د څېړنو په ترڅ کې  چې کله  ژويو  ته د درد تسکينونکي  کيمياوي درمل ( اندروفين ) ترزيق شوه، دا حيوانات به په لږه اندازه د خپلو وېښتانو په  منظمولو بوختېدل، خو  چې کله به يې د دې درملو د ترزيقولو څخه لاس واخېست نو ، موږ ک کانو به د خپلو وېښتانو په جوړلو  سره خپل درد د تسکينولو هڅه کوله.

دې څېړنو دا ثابته کړه چې موږک کانو  ته د وېښتانو سمول، هغوی ته  خوند ورکوي او يو ډول د ارامتيا احساس کوي.

انسانان چې هم کله خپل نوکان ژدويي، نو په دقيق ډول همدا تجربه حس کوي.

ولې ځينې کسان د خوب پر مهال په لاره ځي؟

د زکام د مخنيوي لپاره څه کول پکار دي؟

هغه کسان چې دا عادت لري، معمولا هغوی دي چې خپلو ځينو کړنو کې ناکامېږي. دوی  د  يو ډول احساس له مخې خپل نوکان ژدويي ترڅو وشي کولی، اقلا   د دې کار په ترسره کولو  سره يې خپل درد تسکين کړی وي.

د مونريال پوهنتون  د ارواپوهنې څانګې استاد ښاغلی ( کيرون اوکونور ) په همدې اړه داسې ويلي دي: هغه کسان چې ډېر ژر خپه او مايوسه کېږي، نو  د نوکانو  ژدول هغوی ته د ارامښت  او سکون احساس وربښي.  د دې ارواپوه په خبره، د دې کار اصلي لامل دا دی چې دا ډول خلک  کمال لرونکي دي.

د يوې بلې څېړنې پايلې ښيي: هغه کسان چې د خپلو نوکانو د ژدولو عادت لري، ممکنه ده په ژنټيکي  ډول په دې بد عادت ککړ واوسي.  د يو  ازمېښت په ترڅ کې چې په دې ډول خلکو ترسره شوی دی، دا جوته شوه چې، هغه کسان چې خپل نوکان ژدويي، نو د دوی د کورنۍ يو درېيمه برخه هم دا عادت لري.

د  دا ويل کورنل د درملنې مرکز څېړونکی او استاد  ښاغلی ( شري ليپنز ) په دې اړه  وايي: مونږ کولی شو دا موضوع  غبرګونکو  ( دوګانه ګان)  کې هم په څرګند  ډول وګورو. ډېری وخت دوی دواړه د خپلو  لاسونو نوکان ژدويي.

د دې لامل لا نه دی څرګند چې ولې دا بد عادت له ماشومتوبه پېلېږي، خو د دې احتمال شته چې ماشومان دې هم په دې بد عادت ککړ شي، ځکه د مغز يوه برخه چې د پرېکړې نيولو ( تصميم نيونې )، مسوليت لري  او د سر په مخکينۍ برخه کې شتون لري، تل د ودې ( رشد ) په حال کې ده.

ماشومان ، د لويانو په پرتله  ژر د  بدو کړنو څخه منع کېدلی شي، دليل يې هم دا دی چې د لويانو مغز  د ځينو کارونو پر وړاندې  کلک دریځ اختياروي.

په ۲۰۱۲  کال کې يوه امريکايي رواني ډاکتر ځيني تشويشي عادوتونه ( د نوکانو ژدول، د وېښتانو ويستل او د پوستکي شلول ) د فکري عملي تشويشونو  (OCD ) په ډله کې رده بندي کړل. په دې اختلالاتو  روږدي خلک  عادت لري چې تل خپل لاسونه ووينځي، خپل بوټان/ څپلۍ جوښت کېږدي، خپل پوستکی وګروي او داسې نورې ورته کړنې ترسره کړي.

خو ځیني څېړونکي په دې هکله همغږي نه دي.

 

د نوک ژدونې زيانونه:

۱- دا کړنه که هرڅه وي او د ناروغيو په هره برخه کې شامله وي، نو ډېرې بدې پايلې لري.

۲- د نوکانو ژدول د خولې او ورۍ د سلامتۍ لپاره مضره دي.

۳- په نوکان کې  ډول ډول ناروغۍ او ميکروبونه راټولېږي، کله چې څوک خپل نوکان ژدويي، نو  دا ميکربونونه بدن ته ننوځي، چې په ترڅ کې معده او کولمې د ډول ډول ناروغيو سره مخامخېږي.

۴- نوکان او خوله  د ناروغيو په خپرېدو کې ډېر رول لري، د دې داړو  څخه ناوړه ګټه اخېستل  مو په مختلفو  مرضونو اخته کوي.

 

د نوک ژدونې د مخنيوي لپاره څه کول پکار دي؟

هغه کسان چې په دې عادت روږدي دي، کولی شي، له مختلفو کړنلارو څخه د دې بدې کړنې په مخنيوي کې ګټه واخلي:

۱- په نوکانو  باندې سريښ ( رابر ټيب ) لږول، د دې عادت د مخنيوي لپاره ګټوره کړنلاره ده.

۲- د نورو عادي وګړو په پرتله دې خپل نوکان ژر ژر پرې (قطع)  او سم کړي.

۳- د اسټرس کمولو د وسايلو څخه دې ګټه پورته شي.

۴- دوامدار او تکراري  تمريناتو څخه دې،  د دې عادت د سکون لپاره ګټه واخېستل شي.

 

ژباړه: محمد عزيز پردېس

Leave a reply