افغانستان کې سیاسي بدلون او د پاکستان مثبت رول

0
55

باغي ټي وي رپورټ
افغانستان د تیرو څلورو لسیزو راسې په داسې جګړه کې ښکیل دی چې دولتي ادارې، ددې هیواد اقتصاد او امنیتي آلات یې په بشپړه توګه له منځه وړ شوي دي، خو ددې جهګړې پرته دې هیواد خپل جغرافیایي حاکمیت یې ساتلی، خو د یوه فعال دولت په توګه ی کامیاب نه شو او د بهرنیو او د کورنیو جهګړو له وجه بد اغیزمن شوې دې.

په ستمبر میاشت کال ۲۰۲۱ کې د افغانستان اسلامي امارت په افغانستان کې یو عبوري حکومت جوړ کړی، خو بدلیدونکي وضعیت بې باوري رامنځته کړې، چې کیدای شي د جدي ملي او سیمه ایزو پایلو سره ګډوډۍ رامنځته کړي.
په افغانستان کې د بدلون په دې حساسو شېبو کې، نړیواله ټولنه په افغانستان کې د ناکامۍ له امله رامنځته شوې اندیښنې او خطرې له پامه غورځوي. د افغانستان د 9.5 ملیارد ډالرو شتمنیو کنګل کیدل او د متحده ایالاتو یو شمیر نورو بندیزونو د افغانستان د اول نه کمزورې او خراب اقتصاد نور هم خراب کړې او بد اغیزمن کړې دې.
د دولتي بنسټونو د چلولو او د وسله والو ځواکونو د ساتلو لپاره د بودیجې نشتوالي د افغانستان عبوري حکومت د چیلنجونو او خطر سره مخ کړې دې.
په داسې حال کې چې افغانستان د سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دې نړيوالو هیوادونو هم داسې کوم جامع مالي امداد او پلان د افغانستان په اړه نه دې وړاندې کړي، څه لږ بشري مرستې او مالي مرستې ی افغانستان ته ورکړي دي.
پاکستان له خپلو ننګونو او کمزوري اقتصاد پرته افغانستان ته د اړتیا وړ توکو په رسولو کې مهم رول لوبولی او په افغانستان کې د مخ په زیاتیدونکي کړکېچ د پای ته رسولو لپاره یې ډیپلوماټیکې هڅې هم پیاوړې کړې دي.
د ۲۰۲۱ کال له سپټمبر راهیسې، پاکستان له افغان وروڼو سره د ۴۶۸۱ ټنه راشن توکي (۱۸۰۰ مټریک ټنه غنم، ۱۴۰۳ ټنه اوړه، ۷۶ ټنه د پخولو غوړي، ۳۶۱ ټنه بوره، ۳۷۲ ټنه وریژې، ۵۶ ټنه دال، دوه ټنه مالګه) په ګډون ټولې ممکنې مرستې کړې دي. 2.8 ټنه بسکیټ، 2.3 ټنه چای، 7.1 ټنه لوبیا، 4.4 ټنه پاستا، 1.70 ټنه د روميانو پیسټ، 3 ټنه ګرام، 406 ټنه د کورنۍ راشن پیکج) 203 ټنه درمل، 25 ټنه کورني توکي، 7.5 ټنه د ښوونځي توکي، 260 ټنه خیمې، 179 ټنه ژمني بسترونه او 121 ټنه د ژمني لپاره جامې شاملې دي.
پاکستان هره هڅه کوي چې نړیواله ټولنه یوې اجماع ته راوبولي څو په افغانستان کې د بدلیدونکې منظرې او په ډیپلوماتیکو ډګرونو د هغې د سمدستي اغیزو او د مسلو د حل اړتیا درک کړي.
په افغانستان کې د خراب اقتصادی حالت او په افغانستان کې د انسانی بحران د مخنیوي لپاره پاکستان په دې وروستیو کې په اسلام اباد کې د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو شورا د فوق العاده غونډې کوربه وو، په دې مهمه غونډه کې د ګڼو اسلامي هېوادونو استازو ګډون وکړو، پاکستان د افغانستان د امن او خوشحالۍ لپاره خپل دریځ یو ځل بیا نړۍ ته وړاندې کړو.
د افغانستان په اړه د پاکستان نه ستړې کېدونکې هلې ځلې امریکا او نړۍ منلي دي او وس دامریکا غیر دولتي موسسو ته اجازت ورکړې چې په دغه هېواد کې فعالیت وکړي او خپلو هلې ځلې پیل کړي. د افغانستان سره د یو فعال دولت په پاتې کیدو کې د مرستې لپاره د ګامونو اخیستلو لپاره وخت مهم دی، ځکه چې نور ځنډ کولی شي چې په دې هیواد کې ترهګري یو ځل بیا سر اوچت کړي چې دا به نه یوازې د سیمې سولې ته بلکې د نړۍ سولې ته هم زیان ورسوي.
پاکستان په یوازې ځان نه شي کولای چې د سیمې له ننګونو سره مقابله وکړي. له همدې امله اوس د نړیوالې ټولنې لپاره وخت دی چې د افغانستان په اړه مسؤلیت بار شریک کړي او له پاکستان سره مرسته وکړي او د یو ځانګړي بحران مخه ونیسي. په افغانستان کې کوم یو ډرامایی بدلو او یا کومه تېروتنه کولای شي د افغانستان خلکو او په ټولیزه توګه د نړۍ لپاره جدي ستونزې رامنځته کړي.

Leave a reply