امیر خان متقي وايي چې اروپايي ټولنې سره خبرې به مو ښې پایلې ولري

امیر خان متقي وايي چې اروپايي ټولنې سره خبرې به مو ښې پایلې ولري
طالبانو تر دې وړاندې پرون له قطري چارواکو سره هم لیده کاته کړي وو. یادو کتنو کې د افغانستان په سیاسي وضعیت، د کنګل شویو پیسو په ازادۍ، د بانکي سیستم د سقوط د مخنیوي او له افغانستان سره د بشري مرستو په دوام خبرې شوې وې.
(2021 / 11 / 29 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په قطر کې د ا.ا.ا او اروپايي هېوادونو استازو ترمنځ دوه ورځنۍ خبرې ختمې شوې دي.
د ا.ا.ا بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ویلي، چې له اروپایي استازو سره یې خبرې ګټورې وې او هیله لري چې مثبتې پایلې به ولري.
نوموړي زیاته کړې، دواړو لوریو هوکړه کړې ده چې په راتلونکي کې به هم دا ډول ناستو او مخامخ خبرو ته دوام ورکوي.
د طالبانو او اروپایي ټولنې استازو د خبرو په وروستي پړاو کې د کوربه هېواد قطر ځینو چارواکو هم ګډون کړی و.
طالبانو تر دې وړاندې پرون له قطري چارواکو سره هم لیده کاته کړي وو. یادو کتنو کې د افغانستان په سیاسي وضعیت، د کنګل شویو پیسو په ازادۍ، د بانکي سیستم د سقوط د مخنیوي او له افغانستان سره د بشري مرستو په دوام خبرې شوې وې.
اړوند موضوعات:
مالیزیا افغانستان کې د ټولشموله حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې ده
ټاکل شوې نن امریکا په دوحه کې له طالبانو سره خبرې پیل کړي. له طالبانو سره په دې خبرو کې د امریکايي پلاوي مشري د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازی ټام ویسټ کوي.


