د پاکستان حکومت د ښه پلاننګ له وجهې ددې هیواد اقتصاد بیا بحال شو

0
83

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان هیواد د کورونا وبا په دوران او د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره کامیاب ګامونو ددې هیواد ښه پلاننګ او د پاکستان د اولس هوښیارتیا وه چې ددې تګ لارو په وجه د پاکستان اقتصاد بیا بحال شو او د ډیرې اغیزمنې نه بچ شي.

د اې پي پي خبرې آژانس په ویب پانړه دا خبر خپور شوې چې پکښې وایی چې دا خبرې او څرګندونې د چين د جنوب لويديځ پوهنتون د سياسي علومو او حقوقو د پوهنځي پروفیسر چينګ شيونګ په خپله مقاله کښې کړي کومې چې د چین د اقتصادي شبکې سي ای این خپرې کړي دي.
هغه وویل دا مهال د پاکستان حکومت د صادراتو د لا پراختیا لپاره هڅې کوي، هغه زیاته کړه چې په نړيوال بازار کې د پاکستاني محصولاتو او توکو د سيالۍ د ښه کولو لپاره باید پاکستان لومړی د هغه توکي اوباسي کوم چې په مارکیټ کښې له وس هم پاتې دي. هغه زیاته کړې چې د پاکستان حکومت وس د ښه معیار د توکو په جوړولو او په ښه او معیاري توکو تحقیق کوي چې ښه توکي بین المللي مارکیټ ته راوړي او دغه رنګ به پاکستان وکولې شي چې په بین الاقوامي مارکیټ کښې ښه او معیاري توکي راوړي. هغه داسې هم وایی چې د صادراتو لپاره مارکیټنګ کول هم یو لوی کار او پلاننګ دې او د مارکیټنګ نه بغیر د صادراتو هیڅ اهمیت او ګټه نشته دې. هغه زیاتوي چې د پاکستان د توکو او محصولاتو واله له په کار دي چې دوی د مارکیټنګ لپاره ښه پلاننګ وکړي.
د چين پوهاند اوویل چې تاریخ مونږ ته ښایی چې د يو هېواد پر مخ تلل او ښه کیدل د پرمختللې تکنالوژۍ په پرمختګ او د صنعتي توليداتو په صادراتو پورې اړه لري. د چین يوهاند وایی چې په نړۍ کې هیڅ هیواد یوازې د کرنیزو محصولاتو او لاسي صنایعو په صادرولو سره پرمختللی هیواد نه و، هغه وایی چې د مثال په توګه، د چین د اصلاحاتو څخه مخکې دې هیواد په عمده توګه کرنیز محصولات او د تیارو جامو صادرات بهرنی هیوادونه ته ولیږل ، هغه وایی چې وس چين په نړۍ کې د کرنيزو محصولاتو تر ټولو لوی واردونکی هېواد ګرځېدلی دې او د پرمختللو صنعتي توليداتو صادرات يې نن سبا له ۹۰ سلنې څخه زيات شوي دي. هغه زیاتوي چې د چین د صادراتو په اړه دا خبره ده چې چین ددې صادراتو په جوړولو کښې جدیده ټیکنالوجي په کارراولي نو ځکه ی په بهرنیو هیوادونو کښې ځای او مقام پیدا کړې دي.

Leave a reply