په پیښور کښې د چارسدې یو پولیس اهلکار وژل شوې

0
153

باغي ټي وي رپورټ
پیښور: دسرچينو ترمخه د چارسدې په سروه پوليس سټيشن کې مقرر د پولیس اهلکار اې ایس ایی امتیاز نامعلومو موټر سائيکل سورو په پیښور کښې د متهرې پولیس سټیشن په حدودو کښې په ډزو وژلى دى. د سرچینو ترمخه اې ایس اییی امتیاز خان پیښور هایی کورټ ته د ورک شوو کسانو د مقدمې په سلسله کښې راغلې وو، نن چې واپس چارسدې ته روان وو نو نامعلومه وسله والو ی مخه ونیوه او په ډزې ی پرې پیل کړې.

د پيښي نه پس ايس ايس پي اپريشنز هارون رشيد، ايس ايس پي انويسټيګيشن او ايس پي رورل هم راغلل، ايس ايس پي اپريشن د پلټنو عمل جاج واخستو او د تحقیقاتو ټیم غړو ته ی لارښوونه وکړه چې ټول اړخونه دې له نزدې وڅآري او د امتیاز خان د وژنې دې په صحییح توګه پلټنې وشي او ککړ کسان دې زر ونیول شي.

Leave a reply