ایل پی جی ګیس فی کلو ۱۳ روپۍ اضافه وشوه

باغي ټي وي رپورټ
په ملک کښې خوراک او نور د ضرورت د سامانونو قیمتونه ورځ تر ورځ زیاتیږي، نن د ایل پي جي ګیس په قیمتونو کښې یو ځل بیا اضافه شوې ده.
په رسنیو کښې چاپ شوي یو رپورټ مطابق د ایل پی جی ګیس په نرخ کښې دیارلس روپۍ زیاتوالی راغلی دی،اوګرا یو نوټیفیکیشن جاری کړی دی چې پکښې د کورنی سلنډر په بیه کښې ۱۵۶ روپۍ او د تجارتی سلنډر په بیه کښې ۵۹۹ روپۍ او د ایل پی جی په نرخ کښې پینځه سوه روپۍ زیاتوالی راغلی دی.
ددې اضافي قیمت نه وړاندې کورنۍ د ګیس سلینډر په ۲۴۰۳.۵۵ روپې ترلاسه کیدل چې وس د نوې اضافۍ سره دا قیمت ۲۵۵۹.۳۵ روپو ته اوچت شوې دي.
یاده دې وی چې اوګرا د ګیس په قیمتونو کښې اضافه په داسې وخت کښې کړې ده چې په ټول ملک کښې د ګرانۍ په ضد سیاسي پارټیو مشران او نور عوامو په احتجاج لاس پورې کړې دي او د پي ټي آی په حکومت نیوکې کوي چې دې حکومت د عوام سره ډیر ظلم شروع کړي دې او د خوراک او نور د ضرورت څیزونو قیمتونه ډیر زیات شوي دي.
عوام د وزیراعظم خان نه غوښتنه کوي چې د خوراکي توکو او نور د ژوند د ضرورت توکو قیمتونه دې کم کړي او په پاکستاني غریب عوام دې رحم وکړي.






