خلیلزاد: امریکايي ټکنالوژي په افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې ستونزه هواروي
خلیلزاد: امریکايي ټکنالوژي په افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې ستونزه هواروي
د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی استازی وايي، امریکا باید دا انتخاب کړي وای چې خپلې سرچینې چېرته ولګوي. هغه پر دې ټينګار وکړ چې امريکا نن ورځ له نويو ننګونو سره مخ ده او اړتيا ده چې خپلې سرچينې له چين سره د سيالۍ لپاره د تکنالوژۍ د پرمختګ په څېر نورو مهمو شيانو ته ځانګړې کړي.
زلمی خلیلزاد د امریکا د هغه وخت د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وخت کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي په توګه غوره شوی و او د ډیموکراټ ولسمشر جوبایډن په وخت کې هم په دې دنده پاتې شو.
(2023 / 9 / 22 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی استازی وايي، اوس ټکنالوژي امریکا ته اجازه ورکوي چې په افغانستان کې له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي.
زلمی خلیلزاد وايي، که امریکا په ۲۰۰۱ کال کې د نن ورځې تاسیسات درلودلای، نو د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو مخه یې نیولې وای.
نوموړي د بېلګې په توګه د امريکا د دې وړتيا يادونه وکړه چې ترهګر له لرې واټن څخه په دقيقه توګه په نښه کوي.
زلمی خلیلزاد د سې شنبې په ورځ د سنبلې په ۲۸مه د امریکا متحده ایالاتو د پوځي پوهنتون په کلنۍ لیکچر کې د مېلمه په توګه راڅرګند شو او له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو او د اوکراین او افغانستان د جګړې د توپیر په اړه یې وینا وکړه.
ښاغلي خلیلزاد په دې وینا کې وویل چې امریکا له افغانستانه وتلې او د دې هېواد په سوله ییزه ډیموکراسۍ بدلول او له ترهګرۍ سره مبارزه نور د امریکا لومړیتوب نه دی. هغه وويل له ترهګرۍ سره د مبارزې مسله اوس هم مهمه ده، خو اوس د پاملرنې په مرکز کې نه ده او د چين او سيالۍ په څېر نور مهم مسايللوی قدرتونو ډیر پام ځانته اړولی دی.
د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی استازی وايي، امریکا باید دا انتخاب کړي وای چې خپلې سرچینې چېرته ولګوي. هغه پر دې ټينګار وکړ چې امريکا نن ورځ له نويو ننګونو سره مخ ده او اړتيا ده چې خپلې سرچينې له چين سره د سيالۍ لپاره د تکنالوژۍ د پرمختګ په څېر نورو مهمو شيانو ته ځانګړې کړي.
اړوند موضوعات:
خلیلزاد د پاکستان اتباعو ته بلنه ورکړه چې د اسلام اباد د حکومت پر ضد پاڅون وکړي