پاکستان د طبیعي پیښو له ننګونو سره د مقابلې لپاره د پیسو نړیوال صندوق (IMF) ته خپل پلان وړاندې کړی دی.

باغي ټی وی رپورټ
د IMF په وینا، پاکستان د طبیعي پیښو له ډیری خطرونو سره مخ دی او د پاکستان حکومت د دې ننګونې سره د مبارزې لپاره په عمل پلان کار کوي.
د ايي اېم اېف چارواکي وايي پاکستان به د موسمي بدلون، کرنې او خوراکي تحفظ په برخه کې ۳۰ اربه روپۍ لګوي.د منصوبې له مخې به پاکستان د ملګرو ملتونو د چاپېريال ساتنې له پروګرام څخه مرسته ترلاسه کوي.د IMF په وینا، د دې منصوبې لاندې به پاکستان هغه زیانمنونکو سکتورونو ته تحفظ ورکوي چې د طبیعي پیښو احتمال لري.
ياده دې وي چې څو ورځې وړاندې د پاکستان او آئي ايم ايف ترمينځ د درې اربه ډالرو معاهده شوې وه او په دې لړ کښې وزيراعظم شهباز شريف په خپل بيان کښې وئيلي وو چې د آئي ايم ايف پروګرام د حلوا يا ډوډئ نه بلکې د پیسو نړیوال صندوق ډیری برخه، سخت شرایط شتون لري.
له بلې خوا د پیسو نړیوال صندوق وايي چې له IMF سره د شوې هوکړې عملي کېدل د پاکستان لپاره اړین دي.





