د محکمې له حکم سره سره د دې امکان شته چې د پاکستان تحریک انصاف مشر چوهدري پروېز الهي به نن هم خوشې نه شي.

0
187

باغي ټی وی رپورټ

عدالت د چوهدري پروېز الهي د پنځه لاکه روپو په ضمانت ضمانت منظور کړی او د ټولو قانوني کاروائي پوره کولو وروستو عدالت د پروېز الهي د خوشي کولو وارنټ هم جاري کړی دی.

خو سرچينې وايي، چې د محکمې له حکم سره سره نن هم د پروېز الهي خوشې کېدل ناشونې دي او له زندانه بهر د پوليسو يو شمېر ځواک او زغره وال موټر موجود دي.

پوليسو د 3MPO لاندې د چوهدري پرويز الهي د نظربندۍ سپارښتنه کړې ده او په دې لړ کې پوليسو ډپټي کمشنر ته د نظربندۍ احکامات جاري کولو لپاره خط هم ليکلي دي.

د پوليسو لخوا ډپټي کمشنر ته په ليکل شوي خط کې وئيل شوي دي چې دتحقيقاتو په مهال دا خبره مخې ته راغلې ده چې پرويز الاهي خاک امن ته خطره پېښولى شي نو هغه ته دې د 3MPO لاندې د نظربندۍ اجازه ورکړل شي.

دسرچينو ترمخه ډپټي کمشنر تر دې مهاله د 3MPO لاندې د پرويز الاهي د نظربندۍ فيصله نه ده کړې او د ډپټي کمشنر دفتر نه د پاکستان تحريک انصاف صدر د نظربندۍ احکامات هم جاري شوي دي۔

ياده دې وي چې د جولائي په يوولسمه نېټه د لاهور بنکنګ کورټ د پي ټي آئي صدر چوهدري پرويز الهي د ګرفتارۍ نه پس د ضمانت درخواست منظور کړے وو او هغه ته ئې د پنځه لاکه روپو ضمانتي مچلکو جمع کولو حکم ورکړے وو۔

ايف آئي اے د پرويز الهي خلاف د مني لانډرنګ مقدمه درج کړې ده څوک چې د جون په 26مه نيټه د جيل نه خوشي کيدو سمدلاسه ايف آئي اے نيولي وو۔

Leave a reply