خيبر ميډيکل يونيورسټئ کښي قائم د پبلک هيلتھ ريفرنس ليبارټري د فنډونو نشتوالي له وجي بنده کړے شوي ده۔

باغي ټی وی رپورټ
خيبر ميډيکل يونيورسټئ کښي قائم شوي ليبارټري بنديدو له وجي 70 ملازمان برطرفه کړے شوي دي۔
د کرونا ناروغۍ پر مهال د عامې روغتیا په لابراتوار کې د کرونا ۱.۸ میلیونه وړیا معاینات ترسره شول، په داسې حال کې چې په لابراتوار کې د کرونا، کانګو، مونکي پوکس، ټایفایډ او انفلونزا وړیا معاینات ترسره شول.
د پبلک هيلت ريفرنس ليبارټري ډائريکټر ډاکټر ياسر يوسفزئي وئيلي دي چي د حکومت لخوا ورکړے شوي فنډ د جون په 28مه نيټه ختم شوے دے، ليبارټري کښي د ورځي شپږ زره ټيسټونه کيدل ولي که حکومت څلور کروړه روپئ ترلاسه کړي نو ليبارټري يو کال پوري فعاله پاتې کيدے شي۔ .
د خېبرپښتونخوا د صحت مشاور ډاکټر ریاض وینا ده چې فنانس ډیپارټمنټ ته د لیبارټرۍ لپاره د فنډ ورکولو خبر ورکړی شوی دی، کله چې فنډونه موجود وي نو لیبارټري به بحال کړل شي.





