د پاکستان چیف جسټس د نړۍ په ۱۰۰ بااثره شخصیتونو کې شامل شو

0
103

باغی ټي وي رپورټ
امریکايي مجلې ټایم م د ۲۰۲۲ کال د ۱۰۰ با اثره کسانو نوملړ خپور کړی، چې په کې د پاکستان لوی درستیز عمر عطا بندیال هم شامل دی.

ټایمز مجلې د هر کال په څېر د نړۍ د بېلابېلو څانګو د ۱۰۰ نفوذ لرونکو کسانو نوملړ خپور کړی چې پکې سیاستوال، هنرمندان او ورزشکاران هم شامل دي.

مجلې د نړۍ د تر ټولو با نفوذه مشرانو په نوملړ کې د قاضي القضات عطا عمر بندیال، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي، د چین ولسمشر شي جینپینګ، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د امریکا ولسمشر جوبایډن او نور شامل کړي دي.

په مجله کې د هغه تعارف د اعتزاز احسن لخوا لیکل شوی چې پکې لیکل شوي چې پاکستان د عمران خان د حکومت له ختمیدو وړاندې هم له ستونزو سره لاس او ګریوان و او نن ورځ یې اقتصاد د تباهۍ په څنډه کې دی چې پاکستان د یو بل بحران په لور روان دی.

Leave a reply