د پاکستان سټیټ بینک د سود شرح زیاته کړې ده

0
114

باغي ټي وي رپورټ
سټيټ بينک آف پاکستان نوې مانيټري پاليسي اعلان کړې ده او په شرح سود کښې ی زیاتوالې اعلان کړې دې.

د SBP لخوا د جاري شوي بیان له مخې، SBP پریکړه کړې چې د سود کچه 150 بیس پوائنټونو (1.5 سلنه) څخه 13.75 سلنې ته لوړه کړي.

SBP وايي د راتلونکې یوې نیمې میاشتې لپاره د سود نرخونه لوړ کړي ، په بیان کښې وایی چې چې د کرنټ اکاونټ خساره 13.779 ملیارد ډالر ده.
د یادونې ده چې د پاکستان سټیټ بینک دا پریکړه په داسې وخت کې شوې چې د وزیراعظم شهباز شریف اتحادي حکومت هم پریکړه او اعلان کړې چې د خپل دور حکومت وخت به بشپړه کړې او تر اګست ۲۰۲۳ پورې په په واک کښې پاتې شي، بل اړخ ته د پاکستان تحریک انصاف پریکړه کړې چې په ۲۵م د میی د پایه تخت اسلام آباد په لور ددې حکومت په ضد لانګ مارچ کوي.

Leave a reply