د وزیراعظم شهباز شریف په نامه جعلي سوشل میډیا اکاونټ چلوونکې نیول شوې دې
باغی ټي وي رپورټ
د رمیز راجا لائیو په نوم د ټویټر یو کاروونکی چې د وزیراعظم شهباز شریف په نوم یې جعلي ټویټر اکاونټ جوړ کړی و، معلوم کړې شوې او بیا نیول شوی دی.
د شهباز شریف فوکل پرسن ابوبکر انکشاف کړې چې د شهباز شریف په نوم جعلي اکاونټ جوړونکی یږ نم نیول شوی او په ضد یې مقدمه درج شوې ده.
په دې اړه، د ابوبکر له لوري یو ټویټ هم خپور شوې چې په هغه کې هغه ویلي دي چې اختلاف د منلو وړ دی مګر غلط معلومات خپورول د د منلو او زغم وړ نه دی.
ابوبکر په خپل ټويټ کې د شهباز شريف په نوم د يوزر اکاونټ او د جوړ شوي اکاونټ عکس شريک کړی او ويلي يې دي چې جعلي اکاونټ (رميز راجا لائيو) جوړونکي تن د خلقو د ګمراه کولو په تور نيول شوی دی.