لاهور هائي کورټ د پی ټي آیی لانګ مارچ سمدستي بندولو لپاره درخواست رد کړې دې
باغي ټي وي رپورټ
لاهور هائي کورټ د پي ټي آئي درخواست په سمدستي توګه د لانګ مارچ د بندولو غوښتنه رد کړه.
د لاهور هائي کورټ جسټس جواد حسن د لانګ مارچ د مخنيوي دپاره د تحريک انصاف د درخواست اورېدنه وکړه په کومه کښې چې عدالت تر لنډې اورېدنې وروسته داخله وزارت، چيف سيکرټري، داخله سيکرټري او آئي جي پنجاب ته نوټس جاري کړے دے۔
عدالت د پي ټي آئي دا درخواست په سمدستي توګه د لانګ مارچ د بندولو غوښتنه رد کړه او ويې ويل چې د دوشنبې په ورځ به د ټولو اړخونو له اوريدو وروسته فيصله ورکوي.
جسټس جواد حسن وويل عدالت په تيرو وختونو کې هم په ورته مقدمو کې فيصلې ورکړي دي په دغه شان فيصله کې هر سياسي گوند ته د پرامن احتجاج کولو حق ورکړل شوى دى.
وروسته عدالت د درخواست نوره اوريدنه تر 14 نومبر پورې وځنډوله.
………………………