وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ کې شوې غونډه کې د حکومت اتحادي غړو د اګست په نهمه نېټه د اسمبلۍ د منحلولو پرېکړه وکړه.

0
90

باغي ټي وي رپورټ

د وزيراعظم شهبازشريف په مشرۍ كښې د اتحادي ګوندونو د وېډيو لنك غونډه وشوه چې پكښې په 3 نکاتي ايجنډا غور وكړې شو۔

دسرچينو ترمخه په دغه ليدنه کې دسرکاري سيټ اپ، نوې مردم شمارۍ اؤ داسمبلۍ دتحليل په اړه صلاح مشورې وشوې.

سرچينې زياته کړې چې ټولو مشرانو د اګست په نهمه د اسمبلۍ د منحلولو په اړه موافقه وکړه او ويې ويل چې ټاکنې بايد پر خپل وخت وشي.

دسرچينو ترمخه اتحاديانو د مردم شمارۍ په معامله د مشترکه مفاداتو کونسل فيصله منلو هم اتفاق کړى دى.

سرچينې وائي چې ايم کيو ايم د نگران وزيراعظم په نوم دنورو صلاح مشورو لپاره وخت غوښتى خو وزيراعظم تر نن شپې پورې د نگران وزيراعظم په اړه د اتحاديانو څخه تجويزونه غوښتي اؤ وئيلي يې دي څوک چې تجويزونه ورکول غواړي هغه دې تر دې مهاله ورسره رابطه کولى شي. نن شپه

سرچينې زياته کړې چې په غونډه کې محسن داوړ هم د نگران وزيراعظم لپاره دوه نومونه وړانديز کړل، اسلم بوټاني د يوه پخواني بيوروکرېټ نوم وړانديز کړ چې په بلوچستان کې يې خدمت کړى و، خو بلاول بهټو زرداري، اختر مينګل او مولانا فضل الرحمان د يو چا د نوم وړانديز نه دى کړى. .

دسرچينو له مخې اختر مينگل شکايت کړى چې وزيراعظم لخوا جوړې شوې کميټۍ تر دې مهاله مونږ سره تماس نۀ دى نيولى په داسې حال کې چې بلاول بهټو په بيړه دقانون سازۍ په اړه تحفظات څرگند کړي دي.

ياده دې وي چې وزيراعظم شهباز شريف تيره ورځ د اتحاديانو په مېلمستيا کښې وئيلي وو چې د اګست په نهمه نيټه به د قامي اسمبلۍ د تحليل سمري ولسمشر ته استوي۔

Leave a reply