د علامه اقبال اکسپریس دوه بوگۍ پادشاه ته نژدې له پټۍ څخه وتلي دي.

باغي ټي وي رپورټ
د ریلوې چارواکو په وینا د کراچۍ نه سیالکوټ ته تلونکې علامه اقبال ایکسپریس دوه بوگۍ پډېن سره نزدې د پټلۍ نه چپه شوي چې له امله یې اپ ټریک بند شوی دی.
د اورګاډي چارواکي وايي، چې په دې پېښه کې چا ته ځاني زیان نه دی اوښتی.
د ریل ګاډي چارواکو وینا ده چې د روهري نه امدادي ریل ګاډي د پيښې ځاې ته رسیدلي دي، د علامه اقبال ایکسپریس مخکینۍ برخه د ډي ریل بوګیو نه جلا شوې او بهاريه روډ سټیشن ته وړل شوې ده.
د رېلوې ډي اېس اېس وايي، له کراچۍ څخه پنجاب ته نورې اورګاډي په بېلابېلو سټېشنونو بندې شوې دي.






