فوځ حق لري چې په کومه ستونزه باندې دوی خپل دریځ وړاندې کړي او اولس د حقیقت څخه خبر کړي: وفاقي وزیر داخله رانا ثناالله
باغی ټي وي رپورټ
د داخله چارو وفاقي وزير رانا ثناء الله وئيلي دي چې د فوځ افسرانو پشمول كومه څانګه چې نيوكې او تورونه لري خپل دريځ وړاندې كولې شي او كله چې ضروري شي نو پوځي افسران دې ولس ته داسې معلومات وركړي۔
راولپنډۍ کښې د ميډيا نمائندګانو سره خبرو کښې رانا ثناءالله وئيلي دي چې که جيټ کلچر ته وده ورکړے شي نو جمهوريت چرته دے او رياست چرته دے، هيچا ته به په اسلام آباد کښې د يرغل موقع نه ورکولې کيږي او په ضد به ئې معامله کيږي۔
ده ووئيل اسلام آباد كښې د احتجاج په اړه د سپريم كورټ او هائي كورټ احکامات واضح دي، دوي به د عدالت لخوا ټاكلې شوې ځائې ته په پوره امنيت سره د احتجاج موقع وركوي، حكومت به د پرامن احتجاج لپاره خپل ذمه وارۍ پوره كوي۔
داخله وزير وويل پرون د پي ټي آئي دروغ او فريبونه خلکو ته ښکاره شول، خلک په دروغو او فريبونو ککړ دي په داسې حال کې چې د پوځ په شمول کومه محکمه چې نيوکې او تورونه لري خپل موقف وړاندې کولى شي، د پوځي افسرانو کورنۍ هم لري، د هغوي هم عزت او ناموس شته. درناوی، کله چې اړتیا وي، نظامي افسران باید خلکو ته دا ډول پوهاوی ورکړي.
رانا ثناءالله وويل چې د ارشد شريف په اړه ټول معاملې انکوائري کميشن ته سپارل شوي دي او ډير څه مخې ته راغلي خو زه يې اوس نه شم ويلاى، د کميشن رپورټ به داخله وزارت ته وړاندې کوي.
ده زياته کړه چې اينټي کرپشن د عمران خان په امر زما د ګرفتارۍ وارنټ جاري کړے وو او نن زما د ګرفتارۍ وارنټ واپس کړے دے۔
دکورنيو چارو وزير وويل په پنجاب کې دگورنر راج په اړه کومه فيصله نۀ ده شوې اؤ نۀ هم کومه سمري راليږل شوې ده، عمران خان بايد نن دپنجاب حکومت برطرف کړي.
………………………..
نور خبرونه
پخواني وفاقی وزیر شیخ رشید ویلي دي چې ترڅو ژوندې یم نو د عمران خان ملاتړ به کووم