د پي ټي آیی ګوند څخه منحرف ، قامي اسمبلئ ممبر ناصر خان موسى زي په حجره د لاسي بم حمله شوي ده

0
173

باغی ټي وي رپورټ
پيښور کښي د قامي اسمبلئ ممبر ناصر خان موسى زي په حجره د لاسي بم حمله شوي ده ، موسی زی د پاکستان تحريک انصاف نه د وتلو فيصله کړي ده۔

ناصر خان موسی زي وویل چې نامعلومو کسانو زما پر کوټه د لاسي بم برید کړی او شکر دی چې په برید کې چا ته زیان نه دی اوښتی.هغه وویل چې زه په اسلام اباد کې یم.

جيو نيوز سره خبرو کې د قومي اسمبلۍ غړي وويل چې وزيراعلي محمود خان څو ورځې وړاندې هغه ته د سياست پرېښودو د مبارکۍ پېغام لېږلی و، د محمود خان پيغام نه علاوه چا ماته ګواښ نه دی کړی.

ياده دې وي چې ناصر موسى زي په تېرو څو ورځو کې د مولانا فضل الرحمان له ورور سره ليدلي وو او په جمعيت علما اسلام کې د شاملېدو اعلان کړى وو.

Leave a reply