د پنجاب اسمبلۍ په نننۍ غونډه کې به مسلم لیګ (ن) خپل قوت ښکاره کوي، مسلم لیګ (ن) پوره چمتووالی نیولی دی

باغی ټي وي رپورټ
د پنجاب اسمبلۍ په نننۍ غونډه کې به مسلم لیګ (ن) خپل قوت ښکاره کوي، مسلم لیګ (ن) پوره چمتووالی نیولی دی.
د اسمبلۍ غونډې نه وړاندې به د رانا ثناء الله او خواجه سعد رفیق په مشرۍ كښې د مسلم لیګ نون پنجاب د پارلېماني ګوند غونډه هم رابللې شي۔
تحريک انصاف د اعتماد رايې اخستلو په اړه د صلاح مشورې نه پس سپيکر د جنورۍ په نهمه غونډه رابللې چې په ايجنډا کښې د اعتماد ووټ اخستل شامل نه دي۔
د پنجاب ګورنر وئيلي دي چې که د جنورۍ تر يوولسمې نيټې پورې د اعتماد رايه نه واخستل شي نو عدالت ته د تللو لپاره تيار دي په داسې حال کښې چې د جنورۍ په ١١مه په لاهور هائي کورټ کښې اوريدنه ټاکل شوې ده۔
ياده دي وي چي د لاهور هائي کورټ حکم ورکړے وو چي که پي ټي آئي د اعتماد رايه واخلي نو دا حکم به دوي نه منع کوي۔






