پخوانۍ اولس مشر آصف علی زرداري د روغتون څخه خپل کور ته وړل شوې دې

0
118

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د پیپلز پارټۍ مشر او د پخواني ولسمشر اصف علي زرداري معالج ډاکټر عاصم حسین په خپل ټولنیزه میډیا پیغام کې ویلي دي چې د پخواني ولسمشر اصف علي زرداري په روغتیا کې د پام وړ ښه والی راغلی دی.

نوموړي لیکلي چې د پخواني ولسمشر اصف علي زرداري روغتیا ښه شوې او په څو ورځو کې به له روغتون څخه کور ته انتقال شي.
ياده دي وي چي تيره ورځ ډاکټر عاصم په سوشل ميډيا يو بيان کښي وئيلي وو چي د پخواني صدر اصف علي زرداري حالت مخ په ښه کيدو سره د پخواني صدر تنفسي نظام فيزيو روان دے

ياده دې وي چې پخوانی ولسمشر اصف زرداري د سپټمبر پر ۲۷مه د روغتيايي ستونزو له امله د کلفټن ښار يو شخصي روغتون ته لېږدول شوی و او هلته يې د سږو عمليات ترسره شوي وو.

پخوانی ولسمشر له یوې میاشتې راهیسې ناروغ دی، د ډاکټر عاصم حسین په مشرۍ د متخصصو ډاکټرانو بورډ د پخواني ولسمشر معاینات کوي.
بل خوا بهرني ډاکټران وايي چې اوس مهال آصف علي زرداري په بهر هیواد کې درملنې ته اړتيا نه لري.
نور خبرونه

کویټه کښې د لاسي بم برید شوې دې ، په برید کښې ۴ کسان ژوبل شوي دي

پخوانۍ وزیراعظم نواز شریف به نن لندن کښې رسنیو سره خبرې وکړي

نن ټول پاکستان کښې د آخري پیغمبر اسلام د ولادت ورځ نمانځل کیږي

باجوه: پاکستان یو امن خوښې هیواد دې، د امن لپاره هڅې او د امن په اړه ارمان دې د پاکستان کمزوري و نه ګڼل شي

Leave a reply